کندهار ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٧) : د کابل –کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ تنه مړه او٢٥ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي وياند عزيزاحمد عزيزي وايي چې دغه پېښه نن سهار وخته په شاوخوا شپږ بجو د ژېړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه،د سپرليو يو ٤٠٤ موټر چې هرات ولايت ته روان و له مخامخ راتلونکي مازدا موټر سره يې ټکر کړى دى.
عزيزي وايي،په دغه پېښه کې ١٥ تنه مړه او ٢٥ نور ټپيان شوي چې په مړو او ټپيانو کې شپږ ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د وياند مرستيال عبدالبشير خاکسار هم ياده پېښه تاييد کړې او وايي چې ټپيان د پوليسو او د سيمې د اوسېدونکو له خوا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
خاکسار وايي،ياد موټر د احمدشاه ابدالي ترانسپورټ شرکت اړوند دی او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد پر سوېلي لويه لاره يو ځل بيا ترافيکي پېښې زياتې شوې دي چې ځايي مسوولين يې لامل د سړک خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن