ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د سلېمان غره مشاعره جوړه شوه

پکتيکا کې د سلېمان غره مشاعره جوړه شوه

author avatar
8 Sep 2018 - 11:42
پکتيکا کې د سلېمان غره مشاعره جوړه شوه
author avatar
8 Sep 2018 - 11:42

ښرنه(پژواک،١٧وږى٩٧):دپکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د بېلابېلو ولايتونو د شاعرانو او ليکوالانو په ګډون د سلېمان غره مشاعره جوړه شوه.

دغه دوديزه مشاعره تېر ماښام د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت جوړه شوې وه.

په دې مشاعره کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل، شاعران کولى شي چې د شعر په ژبه د ټولنې ناخوالې او درد بيان کړي.

وحدت د دا ډول فرهنګي ناستو د ارزښت ترڅنګ په ټولنه کې د شاعرانو پر رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې شاعر په ټولنه کې خلکو ته مثبت فکر تر نور ښه او ژر رسولی شي.

دغه راز په دې ناسته کې د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رييس حميد الله هميم وويل، ډېره هڅه يې کړې ترڅو په دغه مشاعره کې له سلو ډېر شاعران ګډون وکړي.

نوموړي وويل چې د دغې ورځې په وياړ يې په لاس جوړ شوي صنايع او تاريخي اثار هم د ليدونکو لپاره په بېلا بېلو ځايونو کې ځای پر ځای کړي دي.

هغه زياته کړه:((د دې ولايت د لسو ليکوالانو کتابونه مو هم نندارې ته وړاندې کړي دي.))

همدارنګه په دې غونډه کې د نورخان په نوم يو تن شاعر وويل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د سلېمان غره مشاعره ښه چمتو شوې او ډېرو کسانو په کې برخه هم اخيستې ده.

د نوموړي په وينا، ددې مشاعرې يوه بله ځانګړتيا دا ده چې ډېرو شاعرانو په کې د سولې په اړه شعرونه وويل او له جګړې څخه يې نفرت ښکاره کړ.

د يادونې ده چې په دغه مشاعره کې له پکتيکا سربېره د لوګر، غزني، پکتيا، خوست، اروزګان او کابل يوشمېر شاعرانو او ليکولانو هم برخه اخيستې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.