ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار د اوومې حوزې آمر: د بلخ امنيه قوماندانۍ را سره سياسي چلند کړی

د مزار د اوومې حوزې آمر: د بلخ امنيه قوماندانۍ را سره سياسي چلند کړی

author avatar
9 Sep 2018 - 13:54
د مزار د اوومې حوزې آمر: د بلخ امنيه قوماندانۍ را سره سياسي چلند کړی
author avatar
9 Sep 2018 - 13:54

مزار شريف ( پژواک، ١٨ وږى  ۹۷):د مزار شريف ښار د اوومې حوزې امر جمعه خان ابراهيم خېل وايي، چې د بلخ امنيه قوماندانۍ د يو سياسي برخورد له لارې نوموړی په نا قانونه ډول له دندې لرې کړی دی.

خو د بلخ امنيه قوماندان بيا وايي چې ابراهيم خېل يې له خپلې دندې څخه د ناوړه استفادې په تور بې واکه کړی دی.

تېره اوونۍ مزار شريف ښار کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اختر محمد ابراهيم خېل کور، د هغه د زوی له خوا د يوې وسله والې غلا په تور درې ورځې محاصره و؛ خو وروسته د يادې قضيې د حل منځګړي پلاوي، چې د بلخ د ولايتي شورا رييس هم په کې شامل وو، وويل شول چې پوليسو د ناسم پوهاوي له امله دا کار کړی و.

خو خپله اختر محمد ابراهيم خېل د پوليسو ياد اقدام د ځان پر وړاندې دسيسه بللې وه.

تازه د وږي په ۱۵مه، د بلخ امنيه قوماندانۍ شمال کې د محاذ ګوند د مشر بل زوی جمعه خان ابراهيم خېل  د مزار شريف ښار د  اوومې حوزې له امريت څخه لرې کړی دی.

د مزار ښار د اوومې حوزې لرې کړل شوی امر جمعه خان ابراهيم خېل وايي چې دی د بلخ د امنيه قوماندانۍ له خوا د يو سياسي برخورد له مخې په غير قانوني ډول بې واکه شوی دی.

نوموړي د وږي په ۱۸مه، پژواک ته وويل چې وړاندې له دې د بلخ د امنيه قوماندانۍ او د پوليسو رهبرۍ له خوا يې څو ځله د کارونو ستاينه شوې وه؛ خو زياتوي چې په وروستي اقدام کې يې له دليل پرته له دندې لرې کړی.

هغه زياته کړه، په دې تړاو يې د بلخ له امنيه قوماندان څخه د سپيناوي او د ځان د لرې کېدو د دليل پوښتنه کړې؛ خو نوموړي ورته قناعت ورکوونکی ځواب نه دی ورکړی.

ابراهيم خېل زياتوي، د نظام د ساتنې برخه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي؛ چې اوس د امنيه قوماندانۍ دغه اقدام مايوسه کړی دی.

نوموړي وويل: (( بدون له کوم دليله يې له وظيفې لرې کړم، هغه هم هغه وخت چې رسميات پای ته رسېدلي وو، بل کس يې راوړ چې نه يې مکتوب درلود او نه يې امر، زما پر ځای يې مقرر کړ، ماسره ظلم شوی او زما خدماتو ته په کمه سترګه کتل شوي.))

هغه اوس له کورنيو چارو وزارت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

جمعه خان ابراهيم خېل پژواک ته وويل چې بلخ کې يې د غږ اورېدو څوک نشته او زياتوي چې کورنيو چارو وزير بايد دې موضوع ته رسيدګي وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.