ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په   ننګرهار کې انسان تښتونکو اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

په ننګرهار کې انسان تښتونکو اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
9 Sep 2018 - 10:15
په   ننګرهار کې انسان تښتونکو اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
9 Sep 2018 - 10:15

په   ننګرهار کې انسان تښتونکو اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد (پژواک، ١٨وږى ٩٧): انسان تښتونکو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د جلال اباد -تورخم لويې لارې پر مسافرو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي چې له امله يې دوه مسافر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وږي په ١٨مه  پژواک ته وويل د مومندرې ولسوالۍ غزګي سيمه کې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې انسان تښتونکو پر ملکي وګړو بريد کړی دی.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه مسافر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې انسان تښتونکو په سيمه کې د دوی د نيول کېدو وېره احساس کړه او پر يرغمل شويو ملکي وګړو یې ډزې وکړې.

دی زياتوي چې انسان تښتونکي له دغې پېښې وروسته تښتېدلي او له ځان سره يې يو موټر هم تښتولی دى.

د والي وياند وايي، پولیسو په سيمه کې د انسان تښتونکو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

څو ورځې وړاندې هم په دغه سيمه کې وسله والو انسان تښتونکو څو مسافر تښتولي و، چې د نقيب الله شينواري په نوم يو سوداګر یې څاه ته د کوزولو پرمهال وژلی و.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار والي د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ پوليسو ته د هغه تن د خلاصون سپارښتنه کړې چې څو ورځې وړاندې تښتول شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند وايي، والي حيات الله حيات د امنيه قوماندان په ملتيا د بهسودو ولسوالۍ سخي صاحب موړ  سيمې ته ولاړ او د یادې سیمې د پولیسو مسوولينو ته یې سپارښتنه وکړه، څو له یادې سیمې څخه د تښتول شوي فريد احمد په نوم  کس په پيدا کېدو کې جدي اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د پرېکړې له مخې به له  ټولو هغو مسوولینو او منسوبینو سره قانوني چلندکېږي چې په اړونده سیمه کې يې پېښه رامنځته شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.