کابل (پژواک، ١٨ وږى ۹٧): د احمدشاه مسعود د وژل کېدو١٧مه کاليزه په کابل کې د مسعود په څلورلارې کې د هغه پر څلي د ګلونو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځل شوه.
د ګلونو ګېډۍ اېښودو مراسم نن سهار د ولسمشر د پخواني مرستيال محمد يونس قانوني، د ملي شورا د غړو، لوړپوړو چارواکو او جنرلانو، سياسي څېرو او د ځينو هېوادونو د استازو له خوا ترسره شول .
مسعود د دوست محمد زوى چې په ١٩٥٨کال کې په پنجشېر کې زېږېدلى او د روسانو پرضد يې جهاد کړى دى.
احمدشاه مسعود د ١٣٨٠ لمريز کال د وږي په ١٨مه د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د دوو عرب ځانمرګو بريد کوونکو له خوا چې ځانونه يې خبريالان معرفي کړي وو، ووژل شو.
د وږي ١٨مه هرکال عمومي رخصت وي او د شهيد اوونۍ په نامه په ټول هېواد کې نماځل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن