د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مزار د اوومې حوزې آمر: د بلخ امنيه قوماندانۍ را سره سياسي چلند کړی

د مزار د اوومې حوزې آمر: د بلخ امنيه قوماندانۍ را سره سياسي چلند کړی

Sep 09, 2018 - 13:54

مزار شريف ( پژواک، ١٨ وږى  ۹۷):د مزار شريف ښار د اوومې حوزې امر جمعه خان ابراهيم خېل وايي، چې د بلخ امنيه قوماندانۍ د يو سياسي برخورد له لارې نوموړی په نا قانونه ډول له دندې لرې کړی دی.

خو د بلخ امنيه قوماندان بيا وايي چې ابراهيم خېل يې له خپلې دندې څخه د ناوړه استفادې په تور بې واکه کړی دی.

تېره اوونۍ مزار شريف ښار کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اختر محمد ابراهيم خېل کور، د هغه د زوی له خوا د يوې وسله والې غلا په تور درې ورځې محاصره و؛ خو وروسته د يادې قضيې د حل منځګړي پلاوي، چې د بلخ د ولايتي شورا رييس هم په کې شامل وو، وويل شول چې پوليسو د ناسم پوهاوي له امله دا کار کړی و.

خو خپله اختر محمد ابراهيم خېل د پوليسو ياد اقدام د ځان پر وړاندې دسيسه بللې وه.

تازه د وږي په ۱۵مه، د بلخ امنيه قوماندانۍ شمال کې د محاذ ګوند د مشر بل زوی جمعه خان ابراهيم خېل  د مزار شريف ښار د  اوومې حوزې له امريت څخه لرې کړی دی.

د مزار ښار د اوومې حوزې لرې کړل شوی امر جمعه خان ابراهيم خېل وايي چې دی د بلخ د امنيه قوماندانۍ له خوا د يو سياسي برخورد له مخې په غير قانوني ډول بې واکه شوی دی.

نوموړي د وږي په ۱۸مه، پژواک ته وويل چې وړاندې له دې د بلخ د امنيه قوماندانۍ او د پوليسو رهبرۍ له خوا يې څو ځله د کارونو ستاينه شوې وه؛ خو زياتوي چې په وروستي اقدام کې يې له دليل پرته له دندې لرې کړی.

هغه زياته کړه، په دې تړاو يې د بلخ له امنيه قوماندان څخه د سپيناوي او د ځان د لرې کېدو د دليل پوښتنه کړې؛ خو نوموړي ورته قناعت ورکوونکی ځواب نه دی ورکړی.

ابراهيم خېل زياتوي، د نظام د ساتنې برخه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي؛ چې اوس د امنيه قوماندانۍ دغه اقدام مايوسه کړی دی.

نوموړي وويل: (( بدون له کوم دليله يې له وظيفې لرې کړم، هغه هم هغه وخت چې رسميات پای ته رسېدلي وو، بل کس يې راوړ چې نه يې مکتوب درلود او نه يې امر، زما پر ځای يې مقرر کړ، ماسره ظلم شوی او زما خدماتو ته په کمه سترګه کتل شوي.))

هغه اوس له کورنيو چارو وزارت څخه د عدالت غوښتنه کوي.

جمعه خان ابراهيم خېل پژواک ته وويل چې بلخ کې يې د غږ اورېدو څوک نشته او زياتوي چې کورنيو چارو وزير بايد دې موضوع ته رسيدګي وکړي.

نوموړی زياتوي: (( کورنيو چارو وزارت او خپله وزير صاحب بايد زما غږ واوري، ماته دې زما ګناه په ګوته شي، پردي افواهات دې نه مني، زه يې ځکه لرې کړی يم چې زما له پلار سره يې سياسي مشکل درلود، دې کې زما څه ګناه وه؟)).

د مزار د اوومې حوزې لرې کړل شوی امر زياتوي چې اوس هم نظام او د کورنيو چارو وزارت ټولو اوامرو ته ژمن دی؛ خو وايي چې که عدالت تامين نه شي؛ نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د بلخ امنيه قومانداني بيا له جمعه خان ابراهيم خېل سره شوی چلند سياسي نه بولي او نوموړی له خپلې وظيفې څخه په ناوړه ګټې اخيستو تورنوي.

امنيه قوماندان محمد اکرم سامع پژواک ته وويل چې د مزار د اوومې حوزې مر په ځينو مواردو کې قانون نقض کړی و؛ نو ځکه له دندې لرې کړای شو.

هغه زياته کړه، د ابراهيم خېل وروڼو د مزار ښار په يو شمېر غلاوو کې لاس درلود؛ خو نوموړي يې د مخنيوي لپاره اقدامات نه دي کړي.

سامع زياتوي، د اوومې حوزې د لرې کړل شوي امر بله غير قانوني کړنه دا وه، چې مزار شريف کې يې د پوليسو پر وړاندې يوې مظاهره کې خلک د ګډون لپاره هڅولي او رابللي وو.

امنيه قوماندان وايي چې د بلخ پوليس له قانون سره سم چارې پر مخ بيايي او د هېچا له سياسي اغېز لاندې نه دي.

هغه همدا راز وويل، چې د اوومې حوزې لرې کړل شوی امر به په يوه مناسب ځای کې بېرته پر دنده وګوماري.

له دې سره د بلخ مدني فعالان ټينګار کوي چې پوليس بايد له سياسي، قومي او ډله ييزو مسايلو څخه لرې وي.

مدني فعال عبدالسميع برات خېل  پژواک ته وويل چې وروستيو کې د بلخ پر کړنو نيوکې زياتې شوې دي.

هغه زياته کړه،تېره اوونۍ شمال کې د محاذ ګوند د مسوول د کور محاصره کول او بېرته بيا د کلابندۍ پای ته رسول په ډاګه کوي چې پوليسو سياسي عمل کړی.

نوموړي وويل: (( کله چې پوليس لومړی د يو چا کور د غلا په تور درې ورځې محاصره کړي او بيا يې پرته له کومې لاسته راوړنې بېرته پرېږدي نو ښکاره خبره ده چې په هغوی باندې د خلکو باور کمېږي.))  

هغه همدا راز غوښتنه وکړه چې د بلخ پوليس بايد د وروستيو کړنو په تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement