د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مسعود د پلويانو پر کاروان ځانمرګي بريد کې ۷ تنه وژل شوى او ۲۴ نور ټپيان دي

د مسعود د پلويانو پر کاروان ځانمرګي بريد کې ۷ تنه وژل شوى او ۲۴ نور ټپيان دي

Sep 09, 2018 - 16:33

 کابل(پژواک، ۱۸وږى۹۷): پوليس وايي چې په کابل ښار کې د احمد شاه مسعود د پلويانو پر يوه کاروان ځانمرګى بريد شوى چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د کابل د جنايي تحقيقاتو رييس جنرال سالم الماس وايي چې څه کم درې بجې يوه ځانمرګي بريدګر چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ يې اغوستى و د سليم کاروان او د تايمنيو د څلورلارې ترمنځ ساحه کې يې د مسعود د پلويانو په منځ کې چاودنه کړې ده .

 د پولیسو ١٠١ اسمايي زون وياند حشمت ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، پر موټرسايکل سپاره ځانمرګي بريدګر د احمدشاه مسعود د پلويانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله يې ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي.

هغه وويل چې دغه پېښه د څلورمې حوزې اړوند د تايمنيو په سيمه کې رامنځته شوې ده .

د تايمنيو يوتن اوسېدونکي عبدالواحيد وويل چې په دې پېښه کې يوتن وژل او اته نور ټپيان دي.

ددغه بريد مسووليت چا نه دى منلى .

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت نن له غرمې مخکې وويل چې امنيتي ځواکونو هغه ځانمرګى بريدګر ويشتلى چې غوښتل يې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د مکروريان سيمه کې بريد وکړي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement