د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينې: وسله والو طالبانو د دايميرداد ولسوالۍ ټولې امنيتي پوستې نيولې دي

سرچينې: وسله والو طالبانو د دايميرداد ولسوالۍ ټولې امنيتي پوستې نيولې دي

Sep 09, 2018 - 11:41

 لومړى تعقيب،بامیان(پژواک، ١٨ وږى ٩٧): سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د ميدان وردګو د دايميرداد ولسوالۍ محاصره کړې او جنګ جريان لري.

خو د دايميرداد ولسوالۍ يوه سيمه ييزه سرچينه وايي چې د ولسوالۍ ټولې پوستې طالبانو نيولي او د ولسوالۍ ودانۍ د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده .

 سرچينه وايي چې داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې په دې جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او ١٥نور ټپيان دي

د دايميرداد ولسوالۍ يوه ټپي سرتېري د ټيلېفون په وسيله پژواک اژانس ته وويل: (( اوس درې سرتېري د جنګ په حال کې دي او زما په ګډون څلور سرتېري ټپيان دي.))

هغه وويل چې د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څو سرتېري وژل شوي دي.

ده زياته کړه چې د ولسوالۍ ودانۍ د انګړ له دېوالونو سره وسله وال طالبان دي او دوى محاصره دي چې له همدې خبرې سره يې ټيلېفون بند شو .

د ميدان وردګو د ولايتي شورا يوه غړي حاجي احمد جعفري پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ ټولې پوستې سقوط شوې دي او جګړه د ولسوالۍ په داخل کې روانه ده .

هغه زياته کړه: (( له بده مرغه تلفات زيات دي چې کره ارقام نه دي معلوم، خو د ولسوالۍ د امنيه قوماندان او اتو پوليسو له وژل کېدو خبر يم .))

 د ولسوالۍ د بازار «کُتُب» د سيمې يوه سرچينه وايي چې د ولسوالۍ ودانۍ وسله والو طالبانو نيولې ده .

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل وويل چې تېره شپه سلګونو وسله والو طالبانو چې د لوګر، غزني او د دايميردادو د ګاونډيو ولسواليو طالبان هم په کې دي د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد کړى دى.

 هغه وويل : ((لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او امنيتي ځواکونه هم مرګ ژوبله لري، خو تراوسه يې کره شمېر نه دى ترلاسه شوى .))

ده زياته کړه چې تازه دمي سرتېري د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې ورسېدلي او ډېر ژر به د ولسوالۍ مرکز له وسله والو پاک کړي .

 هغه د دايميرداد د امنيه قواماندان او څو نورو پوليسو وژل کېدل تاييد کړل

 د سيمې ځينې اوسېدونکي وايي چې چورلکې هم ګرځي خو تراوسه يې بمبار نه دى کړى .

 د والى وياند وويل چې کېداى شي چورلکو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه بمبار نه وي کړى ،ځکه په دې سيمه کې د ملکي خلکو کورونه دي .

بله خوا وسله وال طالبان وايي چې دوى تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر مرکز او دفاعي پوستو بريد وکړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى د ولسوالۍ شپږ دفاعي پوستې نيولې دي.

هغه ادعا وکړه چې لسګونو امنيتي سرتېري يې وژلي او يو زيات شمېر وسله او مهمات يې لاسته ورغلي دي، خو د خپل لوري د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي .

ده زياته کړې چې د ولسوالۍ ودانۍ محاصره ده .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement