ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس: بادغيس کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل ش

پوليس: بادغيس کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل ش

author avatar
9 Sep 2018 - 10:05
پوليس: بادغيس کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل ش
author avatar
9 Sep 2018 - 10:05

قلعه نو(پژواک، ١٨ وږى ٩٧): د بادغيس پوليس ادعا کوي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې پر يوې پوستې بريد کړى چې د نښتې پرمهال د بادغيس لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان له ١١وسله والو سره وژل شوى دى.

د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ابکمري ولسوالۍ د «هفت شهید» پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې د نښتې پرمهال  د بادغيس لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان مولوي نظير مطمين له ١١وسله والو سره وژل شوى دى .

هغه زياته کړې چې په دغه بريد کې ١٦نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

د نوموړي په خبره ، طالبانو پلان درلود چې دغه پوسته ونيسي، خو له ماتې سره مخ او بريد يې په شا وتمبول شو .

د اميني په وينا چې په دغه بريد کې د يادې پوستې قوماندان هم وژل شوى او يو  سرتېرى ټپي دى .

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.