ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبد الله : هوايي ډزې د احمد شاه مسعود دويم ځل ترور دى

ډاکټر عبد الله : هوايي ډزې د احمد شاه مسعود دويم ځل ترور دى

author avatar
9 Sep 2018 - 14:04
ډاکټر عبد الله : هوايي ډزې د احمد شاه مسعود دويم ځل ترور دى
author avatar
9 Sep 2018 - 14:04

 کابل(پژواک، ۱۸ وږى۹۷): د حکومت اجراييه رييس له اوسني بحرانه د وتلو يواځنۍ لار د خلکو يووالى او اتفاق بولي او ويې ويل چې له ملي يووالي پيروي د جګړې او سولې په لار کې  د هېواد د برياليتوب لامل ګرځي .

اجراييه رييس ډاکټر عبد الله چې نن يې د کابل ښار  د لويې جرګې خېمه کې د شهيد اوونۍ په مناسبت د احمد شامسعود د کارنامو په اړه خبرې کولې وويل، د ځينو ځوانانو له خوا چې هر ډول احساسات  ښودل کېږي  د احمد شاه مسعود شخصيت ترور کوي .  

احمد شاه مسعود د دوست محمد زوى چې په ١٩٥٨کال کې په پنجشېر کې زېږېدلى او د روسانو پرضد يې جهاد کړى دى.

احمدشاه مسعود د ١٣٨٠ لمريز کال د وږي په ١٨مه د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د دوو عرب ځانمرګو بريد کوونکو له خوا چې ځانونه يې خبريالان معرفي کړي وو،ووژل شو. دغه ورځ  هرکال عمومي رخصت وي او د شهيد اوونۍ په نامه په ټول هېواد کې نمانځل کېږي.

 عبد الله  وويل : (( هغه کسان چې نن سړکونو ته راوتلي، هوايي ډزې کوي، سړکونه يې بند کړي  او له خلکو سره ناسم برخورد کوي د امرصاحب روح ناارامه کوي.))

 ده زياته کړه : ((نن خواشينى يم چې ځوانان د هوايي ډزو په کولو سره د مسعود روح ناارام کوي، هوايي ډزې ، لارې بندول او له خلکو سره ناسم چلندپه هر دليل چې وي د مسعود دويم ترور دى .))

عبدالله وويل چې که مسعود ژوند واى نو ځوانانو ته به يې ددغه ډول کار اجازه نه واى ورکړې .

 هغه زياته کړه چې مسعود په يوه کلي، ولسوالۍ او ولايت پورې اړوند نه دى، بلکې هغه ملي فکر درلود او تل يې د خلکو هوساينه غوښته. 

 دده په وينا، چې ټول دنده لري ترڅو د هغه د نوم د ژوندي ساتنې لپاره هڅې وکړي او نه بايد داسې کار وکړي چې د هغه  د بدنامۍ لامل شي .

عبد الله د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې مهمې وبللې او ويې ويل چې د ګوندونو او خلکو غوښتنو او د رڼو ټاکنو تر سره کېدو ته بايدپام وشي، ځکه رڼې ټاکنې د ټولو خلکو غوښتنه ده او د خلکو سرنوشت  بايد په خطر کې وا نه چول شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.