ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د نظامي روغتون نشتوالي د ملکي روغتون پر خدماتو منفي اغېز کړی

اروزګان کې د نظامي روغتون نشتوالي د ملکي روغتون پر خدماتو منفي اغېز کړی

author avatar
10 Sep 2018 - 15:00
اروزګان کې د نظامي روغتون نشتوالي د ملکي روغتون پر خدماتو منفي اغېز کړی
author avatar
10 Sep 2018 - 15:00

ترينکوټ (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): په اروزګان کې د نظامي روغتون د نه شتون له امله د دغه ولايت د ملکي روغتون چارې ټکنۍ کړې او په کې د ناروغانو درملنه په سمه ډول نه کېږي.

په ترينکوټ کې د ټول ولايت په کچه يواځېنى ٥٠ بستريز روغتون کلونه مخکې جوړ شوى چې د ټول ولايت د ٣٥٠زره اوسېدونکو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د اروزګان ملکي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخی وايي، دغه ۵۰ بستریز روغتون ته له تېرو دوو کلونو راهيسې د ملکیانو تر څنګ زيات هغه نظامي کسان هم راوړل کېږي چې د جګړې پر مهال ټپيان شوي وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د دوی خدمات يوازې د ملکیانو لپاره دي او هغه درمل او روغتیایې خدمات چې بايد دوی يې ورسوي، د اوسنۍ شمېرو له مخې د نيمايي ملکي ناروغانو لپاره هم بسنه نه کوي.

د توخي په وينا، دغلته زرګونه نظامي سرتېري شته خو د هغوى د درملنې لپاره يو روغتیايي مرکز هم نشته او د ملکي روغتون ډېرى کټونه له نظامي ټپيانو ډک وي.

د ولایتي روغتون مشر وايي، زیات وخت هغه نظامي ټپیان چې د جګړې له کرښې روغتون ته راوړل کېږي، د روغتون له ډاکترانو سره سم چلند نه کوي، سپکې سپورې ورته وايي.

ډاکتر توخي له مسوولینو وغوښتل چې نظامي ناروغانو او د جګړې ټپیانو ته دې روغتیايي مرکز جوړ شي، څو د دوى شته ستونزې هوارې شي.

هغه وايي چې د ترینکوټ او ولسوالیو تر څنګ دغه روغتون ته هره ورځ د کندهار د نېښ او میانشین ولسوالیو ګڼ ناروغانو هم مراجعه کوي او نه شي کولى ټولو ملکي او نظامي ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

د نوموړي په وينا، په ولسوالیو کې جګړې او د روغتیايي خدماتو پر وړاندې ستونزې پر مرکزي روغتون د ناروغانو شمېر زیات کړی دى.

بلخوا عام خلک او ملکي ناروغان هم غوښتنه کوي چې نظاميانو ته دې ځانګړى روغتون جوړ شي.

محمد کريم چې له چورې ولسوالۍ ملکي روغتون ته راغلى و، پژواک ته وويل چې دلته نظامي کسان راځي او ټوله ورځ ډاکتران له هغوى سره بوخت وي.

د هغه په وينا، زيات وخت ډاکتران عامو کسانو ته پر وخت مراجعه نه کوي او نه هم په روغتون کې درمل ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.