هرات (پژواک، ١٩ وږی ٩٧): پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د راتلونکو ټاکنو بهیر ۵۰ سلنه له درغلیو ډک وباله او په هېواد کې د شته بحران د حل لپاره یې د نظامي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان نن په هرات کې د «شهید اوونۍ» په ویاړ د خلکو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ګواښ وکړ چې که ټاکنې په دې ډول ترسره شي، دوی ته د منلو وړ نه دي.
هغه ټینګار وکړ: ((که حکومت د خلکو لپاره له دې زیاتې ستونزې رامنځته کړي موږ یې نه منو.))
اسماعیل خان په هېواد کې د بحران د لمنځه وړلو لپاره په افغانستان کې د نظامي حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، د افغانستان په اوسني وضعیت کې باید له درې تر پنځو کلونو په دیکتاتوري سیستم پوځي حکومت رامنځته شي څو د اوسني بد وضعیت مخنیوی وشي.
هغه دغه راز ټينګار وکړ چې له دغه وضعیت څخه د خلاصون یوازېنۍ لار د ځانګړي نظامي حکومت جوړېدل دي او که دا ډول حکومت رامنځته نه شي اوسني ګواښونه، د بېګناه خلکو وژنې، فساد، نشه یي توکي او لسګونه نورې ستونزې به دوام ولري.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانان له دغه وضعیت نه ستړي شوي او د لنډ مهاله حکومت په جوړېدو سره د رڼو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.
دغه جهادي قومواندان د خپلو خبرو په دوام کې د هېواد، په ځانګړي ډول لوېدیځې حوزې پر اوسني وضعیت نیوکه وکړه او ويې ویل، افغانان هره ورځ لوېدیځه حوزه په ځانګړې ډول هرات پرېږدي او ځای یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي نیسي.
دغه راز هغه ټینګار وکړ چې د پولیسو او ملي اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو به تر راتلونکي یو کال پورې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نور څوک جذب او ونه ګومارل شي.
په همدې حال کې د هرات والي محمد اصف رحیمي د «شهید اوونۍ» په نمنانځغونډه کې د هېواد د خپلواکۍ لپاره د مجاهدینو هڅې وستایلې.
هغه ټینګار وکړ چې د جګړې له قربانیانو سره باید هر اړخیزې مرستې وشي.
بلخوا د «شیهد اوونۍ» د لنمانځغونډې ګډونوالو د مجاهدینو په ځانګړې توګه احمدشاه مسعود کړنې وستایلې. دوی له حکومت څخه وغوښتل چې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته دې ډېره پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن