ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکايي ځواکونو بغلان کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي

امریکايي ځواکونو بغلان کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي

author avatar
10 Sep 2018 - 17:02
امریکايي ځواکونو بغلان کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي
author avatar
10 Sep 2018 - 17:02

پلخمري (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): امريکايي ځواکونو په بغلان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي دي.

د بغلان یوې امنیتي سرچینې د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي امریکايي ځواکونو د منګلو، نو اباد  او خدایداد خېلو سیمو د بېرته نیولو  لپاره ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

سرچینه زیاتوي چې امریکايي ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر مورچو هوايي بریدونه وکړل او سهار یې یوه ډله پلي ځواکونه هم د وسله والو طالبانو لاس لاندې سیمو  ته ګړندي دننه شول.

سرچینه وايي چې په دغو عملیاتو کې یواځې بهرنیان برخه لري او دوی ته  په کې د ګډون لپاره څه نه دي ویل شوي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ قومي مشر سید کمال وردګ  هم  په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون  یادونه کوي او وايي چې نن سهار یوه ډله پلي بهرني ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې تېر او د وسله والو طالبانو لاس لاندې سیمو ته دننه شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((امریکايي ځواکونو تر دې دمه له جګړې پرته د طالبانو دوه مهم سنګرونه تر خپل کنټرول لاندې راوستلي او د منګلو د کلي لور ته چې په سیمه کې افغان ځواکونو لپاره مهمه امنیتي نقطه بلل کېږي د پرمختګ په حال کې دي.))

طالبانو  تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو  تېره ورځ  یې د  ګڼ شمېر کلیو او امنیتي پوستو د نیولو تر څنګ د لسګونو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ادعاوې کړې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.