ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د اروزګان جګړې مافیايي بڼه خپله کړې ده

خلک: د اروزګان جګړې مافیايي بڼه خپله کړې ده

author avatar
10 Sep 2018 - 16:42
خلک: د اروزګان جګړې مافیايي بڼه خپله کړې ده
author avatar
10 Sep 2018 - 16:42

ترينکوټ (پژواک، ۱۵ وږی ۹۷): د اروزګان ځايي اوسېدونکي او قومي مشران وايي چې په دغه ولايت کې روانه جګړه سوداګريزه بڼه خپله کړې او ورځ تر بلې وضعيت خرابېږي.

دوه کاله مخکې په همدې ورځو کې وسله والو طالبانو د یاد ولايت پر مرکز ترينکوټ ښار ډله ييز بريدونه وکړل، لسګونه امنيتي پوستې يې سقوط کړې، تر ولسواليو پورې يې لويې لارې وتړلې او جګړه د ولایت مقام تر څنګ امنيې قوماندانۍ پورې ورسېده.

که څه هم د دې جګړې دوه کاله پوره شول، خو لا هم د ترينکوټ ښار کلابند دى او طالبان د ښار په څو کيلومترۍ کې هره شپه پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.

خلک وايي چې دې جګړه سوداګريزه بڼه خپله کړې ده او د پاى ته رسېدو لپاره يې نه اراده شته او نه هم سمه هڅه کېـږي.

د دغه ولايت قومي مشر ميراخان وايي چې اوس دغلته جګړه د سوداګرۍ بڼه خپله کړې، يواځې مسوولين د پيسو او نورو امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره کار کوي او د امنيت د ښه کېدو لپاره هېڅ اراده نشته.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولایت کې روان حالت يوازې د يو څو قوماندانانو او کړيو له خوا د نا امنۍ خوا ته بیول شوی او دغه کسان يوازې خپلو شخصي موخو ته د رسېدو لپاره نا امني جوړه کړې ده.

ميراخان نيوکه کوي، مرکزي حکومت د دغه ولایت د ثبات لپاره کوم پلان نه لري او نه هم تر دې مهاله يې مهم اقدامات کړي دي.

د دغه ولايت بل قومي مشر عبدالباري باور د اروزګان روانه دوه کلنه جګړه او شته امنيتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې مرکزي مسوولینو د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

باور پژواک ته وويل چې له يوې خوا د امنيتي مسوولینو ترمنځ نه همږغي او بلخوا د طالبانو د بیا راتګ احتمال خلک سخت اندېښمن کړي او له ترینکوټ څخه د وتلو په هڅه کې دي.

د اروزګان ولایتي شورا غړي هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې بولي او نيوکه کوي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې هېڅ ډول بريالي عملیات نه دي ترسره شوي او نه هم دولت کومه ځانګړې لاسته راوړنه لرلې ده.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم کریمي پژواک ته وویل، دوی تمه درلوده چې دغلته به روان وضعیت مثبت لور ته ولاړ شي، خو اوس ناهيلي شوي او د امنيتي مسوولینو ترمنځ نه همغږي د امنيتې وضعيت د خرابېدو لامل شوى.

د هغه په وينا، په دې اړه یې خپله اندېښنه څو ځلې له مرکزي حکومت او مسوولینو سره شریکه کړې، خو مثبته پايله يې نه ده ورکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.