لښکرګاه (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه طالبانو د هاوان مرمۍ توغولې چې پر يوه کور لګېدلې ده.
ده وويل چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه راز د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې تېره شپه طالبانو د امنيتي ځواکونو پر ځينو پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي.
خو ولسوال روښانه نه کړه چې د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو که د امنيتي ځواکونو له خوا توغول شوې ده.
رودي دا هم وويل چې نن سهار طالبانو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لویه لار د ماین چاودنه کړې ده.
ده زياته کړه: ((لاره خرابه شوې، مسافرو ته ستونزې پيدا شوې خو امنيتي ځواکونو د لارې بېرته رغول پيل کړي دي.))
دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دوى په دې پېښه کې لاس نه لري او ادعا يې کړه، چې دولتي ځواکونو لخوا فير شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن