کندوز (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): ځايي سرچينې وايي چې د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د عامه نظم ٣٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ١٢ بجې د دشت ارچي ولسوالۍ د امام صاحب د بندر په سيمه کې د عامه نظم پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
سرچينې زياته کړې چې په دغو بريدونو کې ١٥ پوليس وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په مړو او ټپيانو کې د عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو سرتېري شامل دي.
يادې امنيتي سرچينې وويل چې وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
بلخوا د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي بيا وايي چې د دشت ارچي په جګړه کې تر ٤٠ زياتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه پر دې مرګ ژوبلې د ژورې خواشینۍ څرګندولو تر څنګ وايي چې وسله والو طالبانو ډېر شمېر وسلې او مهمات هم وړي دي.
د دشت ارچي ولسوالۍ د بازار يوه اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل چې جګړه ډېره سخته وه او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني جګړه تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري ښيي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په تېرو درېيو کلونو کې دې ولسوالۍ درې ځلې سقوط کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن