ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نی: د کرزي د حکومت په پرتله په اوسني حکومت کې د ژورناليستانو وژنه څلور برابره ډېره شوې

نی: د کرزي د حکومت په پرتله په اوسني حکومت کې د ژورناليستانو وژنه څلور برابره ډېره شوې

author avatar
10 Sep 2018 - 19:42
نی: د کرزي د حکومت په پرتله په اوسني حکومت کې د ژورناليستانو وژنه څلور برابره ډېره شوې
author avatar
10 Sep 2018 - 19:42

کابل (پژواک، ۱۹وږی ۹۷): د «نی» اداره په اوسني حکومت کې د ۵۳ خبریالانو وژل کېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د کرزي د حکومت په پرتله په اوسني حکومت کې د خبریالانو وژنې څلور برابره ډېرې شوې دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» رئیس عبدالمجیب خلوتګر په نننۍ خبري ناسته کې په وروستیو ۱۷ کلونو کې د خبریالانو د وژل کېدو په اړه وویل، د حامد کرزي په حکومت کې (۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې) ۴۲ خبریالان وژل شوي، خو له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې بیا  ۵۳ خبریالان وژل شوي دي، یعنې د ټولو ۹۵ داخلي او بهرنیو خبریالانو له ډلې ۴۴ سلنه یې د کرزي په ۱۴ کلنه حکومتي دوره کې او ۵۶ سلنه یې د ملي یووالي د حکومت په څلور کلنه دوره کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((که په ساده ډول ووایم، د حامد کرزي د حکومت په دوره کې هر کال درې خبریالان وژل شوي دي، خو په اوسني حکومت کې په متوسط ډول هر کال ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.))

ده روښانه کړه، یادې شمېرې ښيي چې په اوسني حکومت کې د خبریالانو وژنې د حامد کرزي د حکومت په پرتله څلور برابره زیاتې شوې دي.

خلوتکر په کابل کې وروستۍ پېښې ته په اشارې چې دوه خبریالان په کې وژل شوي او پنځه خبریالان او انځور اخیستونکي په کې ټپیان شوي، وویل: ((تېره چهارشنبې په قصدي ډول خبریالان تر برید لاندې راغلل، جسدونه مو یې په عدلي طب کې ولیدل، له جسدونو یې ښکارېده چې دوی په ناڅايي ډول تر برید لاندې نه دي راغلي، په دومره کچه یې جسدونه خراب شوي و چې دا ترې ښکارېده چې په قصدي توګه پرې برید شوی و.))

د وږي په ۱۵ مه د ځانمرګي برید او موټر بم چاودنې له امله د کابل په قلعه ناظر سیمه کې د دوو خبریالانو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او د پنځو خبریالانو په ګډون ۹۱ کسان په کې ټپیان شوي و.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ادارې رئیس ټینګار وکړ چې تروریستان که طالبان دي یا داعش د افغانستان د رسنیو دښمنان پېژندل شوي چې په دې وروستیو کې یې د ځانمرګو بریدونو او ریموټ کنټرول چاودنو په وسیله د رسنیو کار کوونکي په نښه کړل.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ځينورسنیو له خوا کارکوونکو ته د معاش نه ورکولو ته په اشاره وویل، یو نیم کال مخکې ۳۰ سلنه رسنیو (شاوخوا سل رسنیو) د کارکوونکو معاشونه نه و ورکړي، خو اوس یواځې ۹ رسنۍ نه دي توانېدلې چې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي.

د هغه په وينا، که رسنۍ یې ژر تر ژره کارکوونکو ته معاشونه ورنه کړي، د نی اداره به یې نومونه په ډاګه کړي.

هغه دغه راز زیاته کړه: ((موږ نږدې دوې اونۍ مخکې په رسمي ډول اعلان وکړ چې د پوروړو رسنیو نوملړ خپروو.))

هغه په ډاګه کړه چې زیاتره هغه رسنۍ چې په کسانو پورې تړلې، له دې ډول ستونزو سره مخامخ دي، د بېلګې په ډول یوې رسنۍ خپلو کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې لامل د یادې رسنۍ له خوا د حکومت ۹۵ ميلیون پوروړيتوب یادوي او ويلي یې دي، که حکومت یې پور ورکړي، دغه معاشونه به ورکړي؛ دغه راز د یوې راډیو مسوول ویلي چې مهم شرکتونه یې پیسې نه ورکوي، نو ځکه نه دي توانېدلي چې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي.

نوموړي وویل: ((زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت دې ژر تر ژره د رسنیو پورونه ورکړي، که دا کار ونه شي او خبریالان موږ ته خبر راکړي، موږ مجبور یې چې د رسنۍ نوم په ډاګه کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.