ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه ویجاړه شوې

هلمند کې د طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه ویجاړه شوې

author avatar
10 Sep 2018 - 12:06
هلمند کې د طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه ویجاړه شوې
author avatar
10 Sep 2018 - 12:06

لښکرګاه (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): په هلمند کې د ٢٠١٥ ميوند قول اردو وايي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې يې د طالبانو د ماين جوړولو يوه فابريکه له منځه وړې ده.

له ياد قول اردو پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هلمند کې مېشتو بهرنيو ځواکونو له شوراب کمپ څخه د راکټونو په توغولو سره د وسله والو طالبانو يوه د ماين جوړولو فابريکه له منځه وړې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د نادعلي او ګرشک ولسوالیو پر ځینو سيمو هوايي بریدونو کې ١٣ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز سرچينې ويلي چې په سنګین ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.