ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې له بار وړونکو موټرو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي

پلخمري کې له بار وړونکو موټرو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي

author avatar
10 Sep 2018 - 16:12
پلخمري کې له بار وړونکو موټرو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي
author avatar
10 Sep 2018 - 16:12

پلخمري (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د بغلان د مرکز پلخمري ښار په دروازو کې ترې دولتي مامورین د ترانسپورټ او ښاروالۍ په نومونو نا قانونه پیسې اخلي، خو اړوند چارواکي بيا د هغوی دغه ادعا ردوي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار- مزار لويې لارې يوه موټر چلوونکي عبدالرحيم د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ما له تخار ولایت څخه بوس بار کړي او مزارشریف ته روان یم، په لاره کې را څخه د اجاره دارۍ او ترانسپورټ په نومونو سلګونه روپۍ واخیستل شوې، نه پوهېږم چې دغه پیسې  د څه لپاره او په کوم قانون اخیستل کېږي.))

ده وویل چې همدا اوس د پلخمري د بلاکو حق العبور ورڅخه پنځوس افغانۍ وغوښتې خو په شلو افغانیو یې رضا کړ او هغه هم پارچه ورنه کړه.

نوموړی زیاتوي چې د ورځې له خوا پر سل او پنځوس افغانیو قناعت کوي خو له  ماښام وروسته تر هغو موټرو ته د تلو اجازه نه ورکوي څو درې یا څلور سوه افغانۍ وانه خلي.

دغه راز بل موټر چلوونکي ایمل هم ورته شکایت لري او وايي چې له کابله مزار ته روان دی، د بغلان ولايت په مربوطاتو کې څو ځايه ترې پيسې واخيستل شوې.

هغه وايي: ((فکر نه کوم چې دغه ډول پیسې دې د دولت بودجه کې داخل شي؛ ځکه کله چې دوی ته پیسې ورکوو، مامورین یې په راجستر کې نه ثبتوي او هغه پیسې چې ثبت نه شي، څنګه کېدای شي چې شمېر یې معلوم او دولت ته وسپارل شي.))

يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د دغه فساد مخه ونیسي.

خو بل لور ته د پلخمري حق العبور او د ترانسپورت رياست اداري مامور محمدعظیم يادې څرګندونې رد کړې.

هغه پژواک ته وویل: ((تا ولیدل چې د ۱۸ ټنه بار پر سر مو ۶۲۰ افغانۍ واخیستې او چلوونکي ته مو اسناد هم ورکړل، موږ په قانوني توګه پیسې اخلو او د اسنادو له مخې یې دولت ته سپارو.))

محمد عظيم وايي چې د ښاروالۍ په نوم يو شمېر کسان له موټر چلوونکو پيسې اخلي.

دغه راز په دې اړه د بغلان د ترانسپورټ ریيس علي نظر پیمان هم  پژواک ته وویل، هېڅ امکان نه لري چې مامورینو يې له چلوونکو، پرته له رسمي سنده ورکولو پیسې ترلاسه کړې وي.

ده وويل، که کوم مامور يې له موټر چلوونکو ناقانونه پيسې واخلي نو څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.