ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پولیو خطر د مخنیوي په موخه شپږ ورځنی ځانګړی کمپاین پيل شو

کندهار کې د پولیو خطر د مخنیوي په موخه شپږ ورځنی ځانګړی کمپاین پيل شو

author avatar
10 Sep 2018 - 18:07
کندهار کې د پولیو خطر د مخنیوي په موخه شپږ ورځنی ځانګړی کمپاین پيل شو
author avatar
10 Sep 2018 - 18:07

کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون ځانګړی کمپاین نن پيل شو چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست دغه ګام داسې مهال اخلي چې په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدې ولایت کې ثبت شوي او د لا ډېرېدو خطر یې شته.

د کندهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو د احتمالي ډېروالي د مخنیوي په موخه د دې ولایت په درېیو ګڼ مېشتو ساحو کندهار ښار، ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د پولیو د واکسین ځانګړی کمپاین پیل شو.

هغه زیاته کړه، دغه کمپاین به ۶ ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې د ۴۰۰ رضاکارانو له خوا په کندهار ښار کې ۱۷۰ زره، په ډنډ کې ۶۷ زره او په ارغنداب کې ۲۹ زره ماشومان واکسین شي.

دی وايي، په دې لړ کې به هغه ماشومان چې عمرونه یې له درېیو میاشتو لوړ وي، د پېچکارۍ له لارې واکسین شي.

د ده په وینا، د څاڅکو په پرتله د پېچکارۍ له لارې واکسین اغېزناک دی.

په روان کال کې د ټول زون په کچه د پولیو ۸ پېښې ثبت شوي چې ۶ یې په کندهار کې دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه پېښه په هلمند، یوه په اروزګان او ۶ پېښې په کندهار (۳ په شاولیکوټ، يوه په خاکرېز، يوه په سپین بولدک او بله په ارغنداب) کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه، د کندهار په چاپېریال کې د پولیو فعال وایرس موجود دی چې له یوه ځایه بل ته لېږدي او د دغې ناروغۍ خطر یې ډېر کړی دی.

دی وايي، دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ۵ ولسوالۍ د پولیو واکسین د کمپاین له پوښښ څخه پاتې دي او د دغو ولسوالیو له ۱۰۰ زرو ډېرو ماشومانو ته واکسین نه رسېږي.

د ده په خبره، شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف هغه ولسوالۍ دي چې د بېلابېلو ستونرو له امله په کې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

دی وايي، وویل، په یادو شوو ولسوالیو کې وسله وال طالبان د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.