د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې د نظامي روغتون نشتوالي د ملکي روغتون پر خدماتو منفي اغېز کړی

اروزګان کې د نظامي روغتون نشتوالي د ملکي روغتون پر خدماتو منفي اغېز کړی

Sep 10, 2018 - 15:00

ترينکوټ (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): په اروزګان کې د نظامي روغتون د نه شتون له امله د دغه ولايت د ملکي روغتون چارې ټکنۍ کړې او په کې د ناروغانو درملنه په سمه ډول نه کېږي.

په ترينکوټ کې د ټول ولايت په کچه يواځېنى ٥٠ بستريز روغتون کلونه مخکې جوړ شوى چې د ټول ولايت د ٣٥٠زره اوسېدونکو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د اروزګان ملکي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخی وايي، دغه ۵۰ بستریز روغتون ته له تېرو دوو کلونو راهيسې د ملکیانو تر څنګ زيات هغه نظامي کسان هم راوړل کېږي چې د جګړې پر مهال ټپيان شوي وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د دوی خدمات يوازې د ملکیانو لپاره دي او هغه درمل او روغتیایې خدمات چې بايد دوی يې ورسوي، د اوسنۍ شمېرو له مخې د نيمايي ملکي ناروغانو لپاره هم بسنه نه کوي.

د توخي په وينا، دغلته زرګونه نظامي سرتېري شته خو د هغوى د درملنې لپاره يو روغتیايي مرکز هم نشته او د ملکي روغتون ډېرى کټونه له نظامي ټپيانو ډک وي.

د ولایتي روغتون مشر وايي، زیات وخت هغه نظامي ټپیان چې د جګړې له کرښې روغتون ته راوړل کېږي، د روغتون له ډاکترانو سره سم چلند نه کوي، سپکې سپورې ورته وايي.

ډاکتر توخي له مسوولینو وغوښتل چې نظامي ناروغانو او د جګړې ټپیانو ته دې روغتیايي مرکز جوړ شي، څو د دوى شته ستونزې هوارې شي.

هغه وايي چې د ترینکوټ او ولسوالیو تر څنګ دغه روغتون ته هره ورځ د کندهار د نېښ او میانشین ولسوالیو ګڼ ناروغانو هم مراجعه کوي او نه شي کولى ټولو ملکي او نظامي ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

د نوموړي په وينا، په ولسوالیو کې جګړې او د روغتیايي خدماتو پر وړاندې ستونزې پر مرکزي روغتون د ناروغانو شمېر زیات کړی دى.

بلخوا عام خلک او ملکي ناروغان هم غوښتنه کوي چې نظاميانو ته دې ځانګړى روغتون جوړ شي.

محمد کريم چې له چورې ولسوالۍ ملکي روغتون ته راغلى و، پژواک ته وويل چې دلته نظامي کسان راځي او ټوله ورځ ډاکتران له هغوى سره بوخت وي.

د هغه په وينا، زيات وخت ډاکتران عامو کسانو ته پر وخت مراجعه نه کوي او نه هم په روغتون کې درمل ورکول کېږي.

ملکي روغتون ته راغلي نظامي کسان بیا وايي، له ناچارۍ دلته راځي؛ ځکه چې دوى ځانګړى روغتون نه لري.

يو پوليس سرتېری چې څو ورځې مخکې د ترينکوټ په شمالي  امنيتي کمربند کې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی، پژواک ته وويل چې دوى خصوصي روغتون نه لري، تل همدلته راځي.

هغه هم شکايت کوي چې د ګڼې ګوڼې لپاره دوى ته په وخت رسېدګي نه کېږي.

د اروزګان قومي مشر محمد قسیم محمدي پژواک ته وویل، دا ډېره لویه ستونزه ده، هغه ولایت چې هره ورځ په کې نظاميانو ته مرګ ژوبله اوړي، د درملنې لپاره خصوصي روغتون نه لري.

د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي پژواک ته وویل، دغلته له  تېرو څوکلونو راهیسې هر مسوول چې راغلی، يوازې يې خپل شخصي جېب ته کار کړی او د ولس بنسټیزه ستونزه يې نه ده هواره کړې.

د اروزګان والي اسدالله سعید وايي، هڅه کوي څو د نظامي کسانو لپاره ځانګړي روغتون د جوړېدو لپاره د اړوند ارګانونو سره خبرې وکړي.

هغه پژواک ته وويل،  نه یوازې د نظامي کسانو لپاره د ځانګړي روغتون اړتیا شته، بلکې د عامو خلکو د درملنې لپاره باید روغتیايي خدمات هم چټک شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement