ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې اته پاڅون کوونکي وژل شوي او اته نور له طالبانو سره یو ځای شوي

جوزجان کې اته پاڅون کوونکي وژل شوي او اته نور له طالبانو سره یو ځای شوي

author avatar
10 Sep 2018 - 15:44
جوزجان کې اته پاڅون کوونکي وژل شوي او اته نور له طالبانو سره یو ځای شوي
author avatar
10 Sep 2018 - 15:44

شبرغان (پژواک، ١٩ وږی ٩٧): د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې اته سیمه ییز پاڅون کوونکي وژل شوي او د بایمراد پر مشرۍ د دغو ځواکونو یوه اته کسیزه ډله له طالبانو سره یو ځای شوې ده.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي د دې خبر د تایید تر څنګ پژواک ته وویل، د ولسوالۍ په ځینو برخو کې اوس هم د وسله والو طالبانو او پاڅون کوونکو تر منځ جګړه روانه ده.

نوموړي دېته هم اشاره وکړه چې هغه دوه هاموې ټانکونه چې په جګړه کې چپه شوي وو، د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

هغه څرګنده کړه چې له طالبانو د ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیولو لپاره سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي دي او همدا اوس د وسله والو مخالفینو پر سنګرونو ځمکني او هوايي بریدونه دوام لري.

خاشي وویل: ((امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې نن مازدیګر له خپل کنټروله وتلې سیمې بېرته ونیسي.))

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي چې په خماب ولسوالۍ کې د نننۍ جکړې له امله ۱۰ پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

هغه زیاته کړه، درې هاموې ټانکونه، یو رنجر او یو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

هغه زیاته کړه، د پاڅون کوونکو قوماندان بایمراد له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی او له ځان سره یې یو راکټ، یوه میل پيکا، پنځه کلاشینکوفونه، یو میل بم توغوونکې وسله او زیات شمېر مهمات طالبانو ته سپارلي دي.

خو نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تېره ورځ سهار څلور بجې په خماب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر سنګرونو ډله ییز بریدونه پيل کړل او تر نن سهاره وتوانېدل چې یاده ولسوالۍ سقوط کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.