ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د مؤقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه لرو

حکمتیار: د مؤقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه لرو

author avatar
10 Sep 2018 - 19:35
حکمتیار: د مؤقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه لرو
author avatar
10 Sep 2018 - 19:35

کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٧): د حزب اسلامي مشر حکمتيار په هېواد کې د مؤقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت وښود او وايي چې دا ډول حکومت د بحران د حل لاره نه ده.

نوموړي دغه خبرې، نن د لوګر شورا له رهبري غړو سره په کتنه کې کړې دي.

د حزب اسلامي د فرهنګي چارو ریاست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې حکمتيار وويل چې مؤقت حکومت نه د بحران د حل لار ده، نه عملي دی، نه زموږ کومه ستونزه ورباندې حلېدلی شي او نه پرې توافق ممکن دی او نه ورته ضرورت شته.

ده زياته کړې، حزب اسلامي د مؤقت حکومت له جوړېدو سره مخالف دی، باید په یوې مسئلې باندې ټول توافق وشي چې هغه انتخابات دي، دا دوى لپاره اصولي مسئله ده او ټول سیاسي مطرح لوی او واړه ګوندونه دې د دوى د دې تصمیم ملاتړ کوي.

دى وايي: "موږه د سیاسي احزابو یوه مجمع جوړه کړې، ٣٧ تنظیمونه په کې راټول شوي دي، موږ په یوې اساسي ملي مسئلې باندې په خپلو منځونو کې توافق کړی او هغه دا چې انتخابات باید په خپل وخت ترسره شي، د تقلب، جعل او تزویر مخه ونیول شي او د ټولو سیاسي احزابو نظارت باید د انتخاباتو په ټول بهیر له پيله تر پایه تضمین شي، داسې چې په نتیجه کې یې واقعاً یو دروند، پتمن، عزتمن او د ملت ممثل پارلمان رامنځته شي."

د هغه په وينا، دوى او سیاسي ګوندونه د خپلو غوښتنو تر شا کلک ولاړ دي، له درغليو ډک انتخابات په هېڅ صورت نه مني، دا يو معقول دريځ دی، له خپل دې دريځ نه په شا کېږي او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

حکمتیار دا هم ويلي چې له دولت سره د تقابل سیاست نه غواړي، بلکې د تفاهم لاره غوره کوي، خو د دولت دننه او بهر داسي ځواكمني كړۍ شته چي د تفاهم پر ځاى د تقابل لار غوره كوي، له دولتي زور ځواك او امكاناتو په استفادې سره غواړي د خپلې خوښې او له تقلب ډك انتخابات ترسره كړي، پارلمان ته هغه څوك لاړ شي چې دوى يې غواړي او د هغه چا د تلو مخه ونيسي چې ملت ئې غواړي، خو دوى ئې نه غواړي.

د حزب اسلامي مشر څرګنده کړې، هغه تبليغات هيڅ حقيقت نه لري چي ښيي حزب اسلامي د دولت په ضد له نورو ګوندونو سره يو ځاى شوى، دوى يواځې د شفافو او عادلانه انتخاباتو په اړه له سياسي گوندونو سره پر يوې جامع او معقولې طرحي توافق كړى، دا توافق نه د دولت په خلاف دی او نه له دولت سره د تصادم په موخه رامنځته شوى دى.

د يادونې وړ ده چې پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان بيا نن په هرات کې په يوې غونډه کې په هېواد کې د شته بحران د حل لپاره د نظامي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.