د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خوست کې ځيني سيمه ييز سندرغاړي خلک په سندرو کې بې لاریو ته هڅوي

خوست کې ځيني سيمه ييز سندرغاړي خلک په سندرو کې بې لاریو ته هڅوي

Sep 10, 2018 - 11:36

خوست ښار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): د خوست يو شمېر مدني فعالان او اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت ځيني سيمه ييز سندرغاړي د ودونو او خوښۍ په نورو محفلونو کې د خپلو سندرو له لارې خلک د نشه يي توکو استعمال او بې لاريو ته هڅوي.

د هغوی په وينا، ځيني ځوان سندرغاړي چې د هنر دغه ډګر ته نوي راغلي، په خپلو سندرو کې ځوانان د نشه يي توکو استعمال او بچه بازۍ ته هڅوي او له دې لارې زياتې پيسې ترلاسه کوي.

دوى د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د نورو اړوندو ادارو مسوولين د دې ډول سندورو په مخنيوي کې پر ناغېړۍ تورنوي.

خو سندرغاړي بيا دغه کار خپل مجبوريت ګڼي او وايي دوی د ودونو او خوښۍ په نورو محلي محفلونو کې د دې لپاره ګواښل کېږي چې د ګډونوالو په خوښه هر ډول سندرې ووايي.

د دغه ولايت يوه مدني فعال سپين روان نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم شعرونه او غزلې چې سيمه ييز سندرغاړي يې د خوښۍ په محفلونو کې وايي، ټولنه د سمې لار پر ځای فحشا او بدې لارې ته رهبري کوي.

نوموړی د سندرغاړو تر څنګ د دغه کار يو عمده لامل هغه ځوانان هم يادوي چې د خپل مبتذل فکر پر اساس سندرغاړي دا ډول سندرو ويلو ته هڅوي.

هغه وايي: ((له اطلاعاتو او فرهنګ او نورو ادارو مې غوښتنه دا ده چې دې ټکي ته متوجه شي. لومړی بايد د ځوانانو هنري سليقه لوړه کړي او له بلې خوا سندرغاړو ته هم سپارښتنه وکړي چې هغه سندرې انتخاب کړي چې د ټولنې د اصلاح سبب ګرځي، نه د بې لارۍ.))

د محمدقاسم په نوم د خوست يو اوسيدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د خوښۍپه محلي محفلونو کې هغه سندرغاړی ډېر مينه وال لري چې د خپلو سندرو په ترڅ کې ځوانان په يو نه يو ډول نشه يي توکو، بچه بازی او نورو بدو لارو ته هڅوي.

نوموړی وايي که مسوول چارواکي پر وخت دغه ټکي ته پاملرنه ونه کړي او مخه يې ونه ونيسي، نو پايلې به يې ډېر بدې وي.

دی زياتوي: ((دلته که کوم سندرغاړی بچه بازي او يا نشه يي توکو ته سړی ونه هڅوي، هغه ناکام سندرغاړی بلل کېږي، مارکېټ نه لري او څوک يې پروګرامونو ته نه بيايي)).

په همدې حال کې د خوست يوه محلي سندرغاړي ماسټر چينيوال پژواک خبري اژانس سره خبرو کې دا ومنله چې سندرې يې د ټولنې پر زيان دي، خو وايي د خوښۍ په ډېرو محفلونو کې د ټوپک په زور مجبور کړل شوی چې مبتذلې سندرې و وايي.

هغه زياته کړه: ((سمه ده دا شوي خو کومو ځايونو ته چې موږ پروګرامو ته تللي يو، عام خلک راپورته شوي او موږ ته يې ويلي چې دا غزل ووايه او که نه يې وايي ساز دې بند کړه او پروګرام نه کوو. داسې هم شوي چې د ټوپک په زور يې موږ باندې سندرې ويلې دي. په دې خبره موږ له دوی سره موافق نه يو خو مجبوريت نيولي يو.))

د خوست يوه بل محلي سندرغاړي سيدالله ګربز چې په دا ډول سندرو ويلو کې نوم لري، پژواک اژانس ته بيا وويل چې دولت يې د امنیت لپاره هېڅ پلان نه لري او نه يې هم تر اوسه د هنرمندانو مسلکيتوب او د هغوی د ستونزو د حل په موخه کوم ورکشاپ برابر کړی دی.

دی زياتوي: ((حکومت موږ ته داسې کوم کار نه دی کړی چې زموږ ستونزې حل کړي او همدارنګه په ډېرو محفلونو کې د خلکو له لوري موږ سره زور او زياتی کېږي.))

بلخوا په دغه ولايت کې د هنرمندانو ټولنې مشر ګل رؤف شوقي بيا وايي چې دوی ښې سندرې وايي، خو خلک ترې غلطه معنا اخلي.

هغه زياته کړه، د نړۍ په ډېرو ټولنو په شعر او ادب کې د شرابو او نشې يادونه شوې، خو په وينا يې چې اصلي معنا يې همدا نه وي.

شوقي وايي: ((يو سټايل دی او بل هڅول دي په ډېرو ځايونو کې هم شراب، ساقي او چرس ياد شوي دي، خو دا بيا خلک وايي نشه يي توکو ته خلک هڅوي. خلک بايد د هغه شعر توپير وکړي چې په هغه کې د نشه يي توکو ستاينه شوې او که هڅونه)).

د خوست د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس نجي الرحمن همدرد هم مني چې ځيني سندرغاړي په کنسرتونو کې ځوانان نشه يي توکو ته هڅوي.

بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامين شاه الفت پژواک خبري اژانس ته دا تائيدوي چې سندرغاري به ستونزې ولري، خو زياتوي چې د ځينو ستونزو حل د دوی په وس کې نه دی او اړ دي چې له مرکزي حکومت سره يې شريکې کړي.

الفت زياتوي: ((د خلکو غوښتنې موږ له مرکز سره شريکوو چې د سندرغاړو د مسلکيتوب لپاره کار وشي او همدا ډول هنرمند بايد ثبت او راجستر شي، اوس هر څوک راځي چې هنرمند يم او هغه داسې څه وايي چې د ټولنې خوښ نه وي)).

 څه موده مخکې يو شمېر هغو سندرغاړو ته چې سندرې يې ټولنې ته په زيان تمامېږي، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د ښو (سندر بولو) په نامه ستاينليکونه ورکړل شول او ويې وستايل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement