ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ځيني سيمه ييز سندرغاړي خلک په سندرو کې بې لاریو ته هڅوي

خوست کې ځيني سيمه ييز سندرغاړي خلک په سندرو کې بې لاریو ته هڅوي

author avatar
10 Sep 2018 - 11:36
خوست کې ځيني سيمه ييز سندرغاړي خلک په سندرو کې بې لاریو ته هڅوي
author avatar
10 Sep 2018 - 11:36

خوست ښار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): د خوست يو شمېر مدني فعالان او اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت ځيني سيمه ييز سندرغاړي د ودونو او خوښۍ په نورو محفلونو کې د خپلو سندرو له لارې خلک د نشه يي توکو استعمال او بې لاريو ته هڅوي.

د هغوی په وينا، ځيني ځوان سندرغاړي چې د هنر دغه ډګر ته نوي راغلي، په خپلو سندرو کې ځوانان د نشه يي توکو استعمال او بچه بازۍ ته هڅوي او له دې لارې زياتې پيسې ترلاسه کوي.

دوى د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د نورو اړوندو ادارو مسوولين د دې ډول سندورو په مخنيوي کې پر ناغېړۍ تورنوي.

خو سندرغاړي بيا دغه کار خپل مجبوريت ګڼي او وايي دوی د ودونو او خوښۍ په نورو محلي محفلونو کې د دې لپاره ګواښل کېږي چې د ګډونوالو په خوښه هر ډول سندرې ووايي.

د دغه ولايت يوه مدني فعال سپين روان نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم شعرونه او غزلې چې سيمه ييز سندرغاړي يې د خوښۍ په محفلونو کې وايي، ټولنه د سمې لار پر ځای فحشا او بدې لارې ته رهبري کوي.

نوموړی د سندرغاړو تر څنګ د دغه کار يو عمده لامل هغه ځوانان هم يادوي چې د خپل مبتذل فکر پر اساس سندرغاړي دا ډول سندرو ويلو ته هڅوي.

هغه وايي: ((له اطلاعاتو او فرهنګ او نورو ادارو مې غوښتنه دا ده چې دې ټکي ته متوجه شي. لومړی بايد د ځوانانو هنري سليقه لوړه کړي او له بلې خوا سندرغاړو ته هم سپارښتنه وکړي چې هغه سندرې انتخاب کړي چې د ټولنې د اصلاح سبب ګرځي، نه د بې لارۍ.))

د محمدقاسم په نوم د خوست يو اوسيدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د خوښۍپه محلي محفلونو کې هغه سندرغاړی ډېر مينه وال لري چې د خپلو سندرو په ترڅ کې ځوانان په يو نه يو ډول نشه يي توکو، بچه بازی او نورو بدو لارو ته هڅوي.

نوموړی وايي که مسوول چارواکي پر وخت دغه ټکي ته پاملرنه ونه کړي او مخه يې ونه ونيسي، نو پايلې به يې ډېر بدې وي.

دی زياتوي: ((دلته که کوم سندرغاړی بچه بازي او يا نشه يي توکو ته سړی ونه هڅوي، هغه ناکام سندرغاړی بلل کېږي، مارکېټ نه لري او څوک يې پروګرامونو ته نه بيايي)).

په همدې حال کې د خوست يوه محلي سندرغاړي ماسټر چينيوال پژواک خبري اژانس سره خبرو کې دا ومنله چې سندرې يې د ټولنې پر زيان دي، خو وايي د خوښۍ په ډېرو محفلونو کې د ټوپک په زور مجبور کړل شوی چې مبتذلې سندرې و وايي.

هغه زياته کړه: ((سمه ده دا شوي خو کومو ځايونو ته چې موږ پروګرامو ته تللي يو، عام خلک راپورته شوي او موږ ته يې ويلي چې دا غزل ووايه او که نه يې وايي ساز دې بند کړه او پروګرام نه کوو. داسې هم شوي چې د ټوپک په زور يې موږ باندې سندرې ويلې دي. په دې خبره موږ له دوی سره موافق نه يو خو مجبوريت نيولي يو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.