د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دفاع وزارت : د راتلونکو ټاکنو امنیت ټینګولو ته ژمن یو

دفاع وزارت : د راتلونکو ټاکنو امنیت ټینګولو ته ژمن یو

Sep 10, 2018 - 20:48

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷) :  د ملي دفاع وزارت وایي، چې وسله والو مخالفین غواړي چې راتلونکې ټاکنې له ننګونو سره مخ کړي، خو د هیواد امنیتي ځواکونه د ټاکنو امنیت ته ژمن دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید غفور نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې حکومت د راتلونکو پارلماني ټاکنو امنیت نیولو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه، چې په همدې موخه د هیواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په بیلا بیلو سیمو کې پراخه چاڼیز عملیات پیل کړي، څو ټول افغانان وکولی شي، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ونډه واخلي.

غفور وویل، چې په یو شمیر ولایتونو کې جګړې روانې دي ، طالبان او نورې ترهګرې ډلې غواړي، چې راتلونکې ټاکنې له ننګونو سره مخ کړې او د خلکو په مینځ کې ویره پیدا کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، چې د هیواد امنیتي ځواکونه تر پخوا ډیر پیاوړي شوي او دښمن ته یې په بیلا بیلو سیمو کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه به د هیواد هرې سیمې ته به ددښمن پسې ځي.

جاوید غفور خلکو  ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه هغوی سره کلک ولاړ دی او د ژوند خوندي فضا به ورته برابروي.

نوموړي په بغلان ولایت کې د ځینو پوستو د سقوط په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پوستو سقوط نه دی کړی، بلکې تکتیکي شاتګ یې کړی دی.

هغه د میدان وردګو په دایمیردادو ولسوالۍ کې د ملي اردو مرګ ژوبله تایید کړه خو خپاره شوي ارقام یې رد کړ.

غفور وویل، چې هوایي بریدونه شوي او ۵۴ تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement