ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ځینو غړو د امنیتي چارواکو استیضاح غوښتنه وکړه

د ولسي جرګې ځینو غړو د امنیتي چارواکو استیضاح غوښتنه وکړه

author avatar
10 Sep 2018 - 19:58
د ولسي جرګې ځینو غړو د امنیتي چارواکو استیضاح غوښتنه وکړه
author avatar
10 Sep 2018 - 19:58

کابل (پژواک ، ۱۹ وږی ۹۷): د ولسي جرګې ځینو غړو د هېواد پر امنیتي او دفاعي چارواکو د بېلابېلو تورونو په پورې کولو او په حکومت کې د بهرنیو استخباراتي څېرو شتون ادعا ترڅنګ، د دې چارواکو د استیضاح غوښتنه وکړه.

د رئيسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، نن د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي مشر محمد معصوم ستانکزی، د هېواد روان امنیتي وضعیت، په ځانګړې توګه پر غزني د وسله والو مخالفینو برید او په کابل کې د وروستیو بریدونو په تړاو د ځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته ورغوښتل شوي وو.

خو د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان، د دې جرګې نننۍ غونډه کې وویل چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د یوه مکتوب په استولو دې جرګې ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د محرم لسیزې تر پایه د بوختیا او لومړۍ درجې احضاراتو له امله، دې جرګې ته له ورتګ څخه بښنه غوښتې ده.

د ولسي جرګې نن ورځې غونډه کې د یادو چارواکو نه حاضرېدل، د جرګې ځينې غړي په غوسه کړي دي.

د کاپیسا خلکو استازي او د دې جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس اقبال صافي، امنیتي مسؤولین په ناغېړي تورن کړل، ویې ویل: ((د حکومت دفاعی حالت د ناامنیو لامل او د ملکي او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل شوی دی.))

هغه زیاته کړه چې امنیتي چارواکي د مدیریت وړتیا نه لري او باید د باور رایه ترې واخیستل شي.

ساپي ادعا وکړه: ((د کورنیو چارو او دفاع وزیران، د بهرنیو استخباراتو ګومارل شوې څېرې دي چې د ملي یووالي حکومت کابینه کې ځای پرځای شوي دي، همدا بهرنۍ څېرې د هوايي عملیاتو او امنیتي ځواکونو ته د مرستې رسولو په برخه کې خنډ جوړوي؛ دوی باید د سلب اعتماد ترڅنګ څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.))

د جرګې بل غړي محمد نعیم لالي حمیدزي د اسنادو او جزئیاتو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د ملي امنیت عمومي مشر محمد معصوم ستانکزی د خلکو په وژنه، د نشه یي توکو قاچاق او د طالبانو په تجهیز کې لاس لري.

هغه هم د یادو امنیتي چارواکو د استیضاح غوښتنه وکړه، ویې ویل چې له نوموړي څخه د باور رایې اخیستو په تړاو بشپړ دلایل موجود دي.

په یاده جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي غلام حسین ناصري وویل: ((پر غزني برید له جګړې پرته د دولت وسله والو مخالفینو ته د ځینو پوستو سپارل د هغه بهیر برخه ده چې د خاینینو له لوري دوام لري، حکومت کې د ننه داسې څېرې شته چې د سیمې هېوادونو د استخباراتو د موخو د پلي کولو په لټه کې دي.))

خو په دې جرګه کې د بغلان د خلکو استازي محی الدین مهدي وويل: ((استیضاح به کارنده نه وي، څو نظام بدلون و نه مومي، استیضاح ستونزه نه شي هوارولی؛  خو لږ تر لږه د شهیدانو وینو ته د درناوي په پار باید د امنیتي ارګانونو لومړۍ درجه چارواکي سلب اعتماد شي او وړاندیز دې وشي چې بې کفایته لوی درستیز دې ګوښه شي.))

د ولسي جرګې ځینو غړو د هېواد روان وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د امنیتي چارواکو د استیضاح غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.