کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په روانه اوونۍ کې په يوه رسمي سفر کابل ته راشي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د بهرنیو چارو وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته شاه محمود قريشي به خپل لومړى سفر د سپټمبر په ١٥مه (د وږي ٢٥مه) کابل ته وکړي.
سرچينې زياته کړې چې هغه به د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره وګوري.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دغه سفر پر مهال به دواړه هېوادونه پر افغان سولې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړي.
د يادونې ده، شاه محمود قريشي د خپل وزارت په لومړۍ ورځ ويلي وو چې لومړى سفر به افغانستان ته کوي.
د افغانستان د حکومت يوه لوړپوړي چارواکي هم پژواک اژانس ته ومنله چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته سفر وکړي.
سرچينې زياته کړې چې دواړه لوري به د نورو موضوعاتو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د هوکړه شوي عمل پلان پر عملي لارو چارو خبرې وکړي.
دغه لوړپوړي چارواکي دغه راز وويل چې ډېر ژر به يو لوړپوړى افغان پلاوى مسکو ته هم سفر وکړي، څو د روسيې له چارواکو سره د مسکو د ځنډول شوې غونډې پر اجنډا خبرې وکړي.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه چې ټاکل شوې وه د وږي په ١٣مه ترسره شي، د افغان حکومت د اعتراض او نه ګډون تر فيصلې وروسته ځنډول شوې وه.
افغانستان او روسيې پرېکړه کړې چې په يوه مناسب وخت کې به د افغان حکومت په ګډون په ګډه غونډه جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن