د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سیمه ییز چارواکي: د هرات ولایت ښاري ماسټر پلان بشپړ شوی

سیمه ییز چارواکي: د هرات ولایت ښاري ماسټر پلان بشپړ شوی

Sep 10, 2018 - 16:22

هرات (پژواک، ١٩ وږی ۹۷): د هرات ولایت د ښار او کور جوړونې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت ښاري ماسټر پلان بشپړ شوى او ژر تر ژره به د ښاري پراختیا په غونډه کې ولسمشر ته وړاندې شي.

د دغه ولایت د ښار او کور جوړولو ریاست رییس فریدون سروري نن په یوه خبري ناسته کې وویل، دغه ماسټر پلان د ولسمشر له خوا منل شوی او د ښارجوړونې اداره به یې د سیمه ییزو ادارو په مرسته پلی کړي.

هغه زیاته کړه چې په دغه ماسټر پلان کې د راتلونکو ۲۰ کلونو لپاره د هرات د اوسېدونکو اړتیاوې په پام کې نیول شوې او په پلي کېدو به یې ښاري خدمتونه زیات شي.

د نوموړي په خبره، دغه ماسټرپلان د ښارجوړونې وزارت د متخصصینو او هرات ولایت د کارپوهانو له لوري ترتیب شوی دی.

د هرات دغه سیمه ییز چارواکي وویل: ((د یاد ولایت ښاري ماسټر پلان بشپړ شوی، د ښارو او کور جوړونې وزارت د وزیر د استعفا له امله دغه ماسټر پلان به د ښاري پراختیا په راتلونکې ناسته کې د یاد ماسټر پلان په اړه خبرې وشي او وروسته به ولسشر ته د منلو په پار وړاندې شي.))

د هرات د ښار جوړونې رییس زیاته کړه چې تېر کال د کب په میاشت کې د ټاپي په کنفرانس کې د دغه ولایت ښاري ماسټرپلان ولسمشر ته وړاندې شو.

خو هغه زیاته کړه چې دغه ماسټرپلان د ولسمشر او ولسي جرګې د غړو له لوري ونه منب شو او ولسمشر د هغه د سمون لپاره د هرات د کور او ښارجوړونې ریاست ته درې میاشتې وخت ورکړ.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د هېواد په پلازمېنه کې د دغه ولایت د ښاري ماسټرپلان پر منلو کار روان دی.

هغه څرګنده کړه چې دغه ماسټرپلان به تر منل کېدو وروسته سیمه ییزه اداره پلی کړي.

سربېره پر دې ځيني کارپوهان پر دې باور دي چې د معیاري ماسټرپلان د نه شتون له امله په هرات کې د تاریخي اثارو تخریب او غیر معیاري کارونه ترسره شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement