ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د سرپل په مرکز کې اته امنیتي پوستې نیولې

طالبانو د سرپل په مرکز کې اته امنیتي پوستې نیولې

author avatar
10 Sep 2018 - 09:34
طالبانو د سرپل په مرکز کې اته امنیتي پوستې نیولې
author avatar
10 Sep 2018 - 09:34

سرپل (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل ولايت د مرکز درېيو لورو ته بريدونه کړي او د دولتي ځواکونو اته پوستې يې نيولې دي.

د سرپل ولايتي شورا غړي اسدالله خرم پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند په بلغلي سيمه کې پر دولتي ځواکونو بريدونه وکړل.

هغه وويل چې طالبانو په دې سيمه کې د ملي اردو، پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو اته پوستې نيولې او دا مهال د جګړې لومړۍ کرښه د قشقري سيمې ته رسېدلې ده.

ده وويل چې دا مهال (د سهار اته نيمې بجې) په سيمه کې جګړه نشته.

خُرم پر امنيتي چارواکو نيوکه کوي چې دې سيمې ته يې مرستندوی ځواکونه پر وخت نه دي استولي.

هغه وايي چې مرسته کوونکي امنيتي ځواکونه ناوخته سيمې ته پر لاره وو، خو هغوى هم د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.

په بلغلي سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان صميم هم تاييد کړه چې په دې سيمه کې اته پوستې طالبانو نيولې دي.

يادې دواړې سرچينې وايي چې تر دې دمه د دې نښتو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خُرم وايي چې طالبانو تېره شپه د مرکز اړوند په خمراباد سيمه کې هم د لويې لارې پوليسو پر پوسته بريد وکړ. دى وايي چې په دغه بريد کې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د سيمې يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرکند شي، وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل په صياد ولسوالۍ کې هم د ولايت له مرکز سره په پوله د ملي پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

هغه وايي چې پوليسو دغه پوسته د لنډ وخت لپاره ونيوه، خو بېرته ترې پر شا شول. ده زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وايي چې طالبانو تېره شپه په يادو سيمو کې بريدونه وکړل او غوښتل يې چې د ولايت مرکز ونيسي، خو د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.