د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د پولیو خطر د مخنیوي په موخه شپږ ورځنی ځانګړی کمپاین پيل شو

کندهار کې د پولیو خطر د مخنیوي په موخه شپږ ورځنی ځانګړی کمپاین پيل شو

Sep 10, 2018 - 18:07

کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون ځانګړی کمپاین نن پيل شو چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست دغه ګام داسې مهال اخلي چې په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدې ولایت کې ثبت شوي او د لا ډېرېدو خطر یې شته.

د کندهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو د احتمالي ډېروالي د مخنیوي په موخه د دې ولایت په درېیو ګڼ مېشتو ساحو کندهار ښار، ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د پولیو د واکسین ځانګړی کمپاین پیل شو.

هغه زیاته کړه، دغه کمپاین به ۶ ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې د ۴۰۰ رضاکارانو له خوا په کندهار ښار کې ۱۷۰ زره، په ډنډ کې ۶۷ زره او په ارغنداب کې ۲۹ زره ماشومان واکسین شي.

دی وايي، په دې لړ کې به هغه ماشومان چې عمرونه یې له درېیو میاشتو لوړ وي، د پېچکارۍ له لارې واکسین شي.

د ده په وینا، د څاڅکو په پرتله د پېچکارۍ له لارې واکسین اغېزناک دی.

په روان کال کې د ټول زون په کچه د پولیو ۸ پېښې ثبت شوي چې ۶ یې په کندهار کې دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه پېښه په هلمند، یوه په اروزګان او ۶ پېښې په کندهار (۳ په شاولیکوټ، يوه په خاکرېز، يوه په سپین بولدک او بله په ارغنداب) کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه، د کندهار په چاپېریال کې د پولیو فعال وایرس موجود دی چې له یوه ځایه بل ته لېږدي او د دغې ناروغۍ خطر یې ډېر کړی دی.

دی وايي، دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ۵ ولسوالۍ د پولیو واکسین د کمپاین له پوښښ څخه پاتې دي او د دغو ولسوالیو له ۱۰۰ زرو ډېرو ماشومانو ته واکسین نه رسېږي.

د ده په خبره، شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف هغه ولسوالۍ دي چې د بېلابېلو ستونرو له امله په کې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

دی وايي، وویل، په یادو شوو ولسوالیو کې وسله وال طالبان د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه ځيې نورې ستونرې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادې کړې.

هغه وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

هغه د دې تر څنګ بله ستونزه د جګړو له امله د بې ځایه شوو کډوالو یاده کړه چې په کندهار کې مېشت شوي او کمزورې شخصي او محیطي حفظ الصحه یې د دغه ویروس خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

هغه د ولایت په کچه د روغتیايي مرکزونو کمښت هم یوه ستونزه ګڼي او وايي په دې برخه کې باید په جدیت کار وشي.

په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پیښې ثبت شوي وې چې ۷ یې په کندهار کې وې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement