ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: په افغانستان کې د امریکا حضور ګټور نه دی

حکمتیار: په افغانستان کې د امریکا حضور ګټور نه دی

author avatar
11 Sep 2018 - 20:31
حکمتیار: په افغانستان کې د امریکا حضور ګټور نه دی
author avatar
11 Sep 2018 - 20:31

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۷): د حزب اسلامي مشر په افغانستان کې د امریکا حضور بې ګټې بولي او پر میلیونونو جعلي تذکرو د سټېکر لګولو په تړاو یې چې ټاکنو کې درغلیو ته  لار هواروي، اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، نن کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، څومره چې د امریکا او روسیې او د هغوی د سیمه ییزو سیالانو تر منځ اختلافات زور اخلي، په هماغه کچه د افغانستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب او د جګړې لمن نوره هم پراخېږي.

هغه وویل: ((شواهد او مدارک ښيي چې د سیمې او نړۍ استخباراتي کړۍ د افغانستان په ناامنیو کې ښکېلې دي او څو چې په تفاهم کې وي، هغوی ته اړوندې ډلې ورسره همکاري کوي؛ خو کله چې د سترو ځواکونو ترمنځ اختلافات زور اخلي، جګړه هم ورسره زیاتېږي.))

نوموړي، دې مطلب ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د امریکا سیاسي او پوځي موخې ناکامې دي، وویل چې په تېرو ۱۷ کلونو کې امریکا و نه توانېده چې په افغانستان کې یو ځواکمن حکومت جوړ کړي، نو له دې امله به هېڅکله د افغانستان جګړه ونه ګټي.

هغه په ډاګه کړه: ((دا چې امریکا په افغانستان کې خپلو سیاسي او پوځي موخو ته نه ده رسېدلې، علت یې دا دى چې دلته یوه پیاوړې لوېدیځ پلوه ډله نه لري، بلکې امریکا پر هغو ډلو باور کړی چې د امریکا له سیمه ییزو سیالانو سره لار لري.))

حکمتیار په ټینګار سره زیاته کړه: ((زه باور لرم چې د ناامنیو، د پوستو، ولسوالیو او ولایتونو تسلیمېدو، په ښارونو په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو لامل دا دی چې په دولت او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر ډېره هغه ډلې اغېز لري چې د امریکا سیمه ییزو او نړیوالو سیالانو ته وفادارې دي.))

د افغانستان حزب اسلامي مشر د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له امنیتي تړون سره موافق نه دی؛ ځکه دې تړون په افغانستان کې سوله او امنیت تامين نه کړ.

نوموړي وویل، دا پوښتنه باید له هغه چا وشي چې له امریکا سره امنیتي تړون یې د سولې د ټینګښت لپاره اړین باله.

حکمتیار دې موضوع ته په اشارې سره چې په دې وروستیو کې په لغمان، هرات او کابل کې یو شمېر مجاهدین او کورنۍ یې د دولت له لوري تر برید لاندې راغلي دي، وویل: ((دا کړنه په شدت غندو، دولت او بهرنیان دې دا کار ژر بند کړي او نور دې د ناسمو معلوماتو پربنسټ څوک نه وژني.))

هغه د ملي یووالي پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل، که دولت وړتیا لري، د مخالفینو پر وړاندې  دې  ودریږي،  څو خلکو ته مرګ  ژوبله  وا نه  وړي.

نوموړی همداراز ادعا وکړه چې دولت ځینې سیمې په لاسي ډول ناامنه کړې دي، څو په هغو سیمو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شي.

د هغه په خبره، ځینې حکومتي چارواکي په ټاکنو کې د درغليو او مهندسي هڅه کوي څو خپل کسان  راتلونکې ولسي جرګې ته بریالي کړي؛ خو دا یواځې یو خوب او خیال دی، هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلې دې هیلې ته ورسېږي او ټاکنو کې درغلي وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.