ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي

author avatar
11 Sep 2018 - 19:28
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي
author avatar
11 Sep 2018 - 19:28

کابل (پژواک،۲۰ وږی ۹۷): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو په سعودي عربستان کې د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال د ۷ مېرمنو په ګډون د ۱۸ افغان حاجیانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو د برخې رییس ناصرالدین دریځ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو افغان حاجیانو د ناروغۍ، طبیعي مړینو او ترافیکو پېښو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: ((له یادو کسانو ۲ یې په ترافیکي پېښو او پاتې نور د ناروغۍ له امله مړه شوي چې ټول یې سپين ږیري و.))

نوموړي سعودي عربستان ته له تلو د یو شمېر افغان حاجیان د پاتې کېدو په اړه وویل، شاوخوا ۲۰۰ کسان چې نوم لیکنه یې کړې وه او د دولتي ارګانونو له خوا ور پېژندل شوي و، په ټاکلي وخت د نه حاضرېدو له امله د حج له پروسې پاتې شوي دي.

هغه روښانه کړه، هغو کسانو ته چې د حج په پروسه کې یې نوم لیکنه کړې وه، خو نه دي توانېدلي چې حج ته لاړ شي، راتلونکی کال حج ته د تلو چانس ورکول کېږي.

خو نوموړي څرګنده کړه، ځينې هغه کسان چې د دولتي ارګانونو له خوا ور پېژندل شوي او له دې فرصت څخه یې ګټه پورته نه کړه، باید راتلونکی کال بیا د اړوندې ادارې له لوري د حج فریضې د ادا کولو لپاره په لیکلې بڼه ور وپېژندل شي.

د عربي سرچینو په حواله راپورونو وايي چې سږ کال د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو نږدې ۳ ميلیونه حاجیانو چې لس سلنه یې د سعودي حاجیان وو، د حج فریضې د اداکولو په مراسمو کې ګډون کړی و.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه ۲۹زره او ۶۹۹ کسانو ګډون درلود چې له سعودي عربستان څخه کابل ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر د وږي په ۴ مه پيل شو او تر اوسه هم دوام لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.