ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان غوره لیګ لپاره لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي واخيستل شول

د افغانستان غوره لیګ لپاره لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي واخيستل شول

author avatar
11 Sep 2018 - 12:15
د افغانستان غوره لیګ لپاره لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي واخيستل شول
author avatar
11 Sep 2018 - 12:15

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): د افغانستان کرکټ غوره لیګ شل اووريزو سياليو لپاره د پنځو لوبډلو مالکانو له خوا لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي واخيستل شول.

ټاکل شوې ده دغه سيالۍ د راتلونکې تلې مياشتې په ١٤مه (د اکتوبر ٥مه) په متحده عربي اماراتو کې پيل شي، د دې سياليو پنځه لوبډلې ننګرهار، بلخ، کابل، پکتيا او کندهار د بهرنيو شرکتونو له خوا په لوړ امتياز اخيستل شوې دي.

تېره شپه د اماراتو په دوبۍ ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرانو او مسوولينو تر څنګ ملي لوبغاړو او د لوبډلو مالکانو برخه اخيستې وه، لسګونه ملي او  نړيوال لوبغاړي واخيستل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لوبغاړي د هغوى د وړتيا او مشهورتيا له مخې په پنځو کټګوريو وېشل شوي وو، د دغو پنځو ډلو یا کټګوریو بیې له یوه بل سره توپیر لري، د لومړۍ لوړې ګټورۍ بيه سل زره امريکايي ډالر او د ټيټې ١٠زره امريکايي ډالر وو.

سرچينې ويلي چې د کابل په لوبډله کې راشد خان، حضرت الله ځاځى، لوکى رنچي، کولين اينګرام، فريد ملک، جاوېد احمدي، سهيل تنوير، لويري ايوينز، واین پرنيل، شاهدالله، مسلم موسی ، افسرځاځی، ایي احسان علي خان، ظاهر شهزاد، فطرت الله خاورې، شوکت زمان، عثمان عادل، ضمیر خان او ناصر توتاخېل شامل دي.

دغه راز د بلخ په لوبډله کې کرېس ګيل، کالېن منرو، محمد نبي، راوي بوپاره، افتاب عالم او ګلبدین نایب، محمدعرفان، بن لاغلين، کامران اکمل، محمد نواز، قیس احمد، عثمان غني، اکرام علي خېل، درویش رسولي، طارق ستانکزی، اسدالله متنی، فرهان زاخېل، سمیع الله سالارزی ټین ډسکټي شامل دي.

د پکتیا په لوبډله کې شاهد افريدى، تیسارا پرېرا، محمد شهزاد محمدي، کامرون ډیلپورټ، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری، کریس جورډن، فهیم اشرف، لوک رایټ،  عظمت الله عمرزوی، رحمان الله ګربز، ضیاالرحمن اکبر، احسان الله جنت، مکلیوډ، طاهر عادل، یوسف ځاځی، ضیاالرحمن او فضل ځاځی شامل دي.

د ننګرهار په لوبډله کې انډري رسل، تمیم اقبال، مجیب ځدراڼ،  ګولډ کې ، بېن کټنګ، شفیق الله شفق  نجیب الله تره کی، میچل میکلننګل، محمد حفیظ، مشفق الرحیم، رحمت شاه، نوین الحق ظاهرخان، سندیپ لمي چانې، فضل الحق، عمران جنت، خیبر عمر، نصرت قریشي، فضل نیازی او ابراهیم ځدراڼ شامل دي.

د کندهار په لوبډله کې برنډن مک کولم، وهاب ریاض، اصغر افغان، پاول سټرلینګ، نجیب الله ځدراڼ،  کریم جنت، ناصر جمال، ټایمل مېلز، سیم بلنګز، افتخار احمد، حمزه هوتک، کریم صادق او سعید شېرزاد، محمد نوید، وقار سلامخېل، عبدالباقي، وقار الله اسحاق او وحید شفق شامل دي.

د دغو لوبو په جریان کې به هره ورځ دوه- دوه لوبې ترسره شي چې یوه به يې له غرمې وروسته څلور بجې او بله به یې بیا د ماخوستن ۸:۰۰ بجې پیلېږي او د اکټوبر په ۲۱مه به یې پایلوبه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.