ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه

author avatar
11 Sep 2018 - 18:36
د مشرانو جرګې یو شمېر غړو له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه
author avatar
11 Sep 2018 - 18:36

کابل (پژواک،۲۰وږی ۹۷): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ،امریکاپه افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ناکامه وبلله او له دې هېواد سره یې پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون په کابل کې د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د یاد امنیتي تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي و چې دغه تړون یې د افغانستان د سولې او ارامۍ او دغه راز د هغو ګواښونو په مقابل کې د دفاع لپاره چې د تروریستي شبکو له لوري افغانستان او نړۍ ته متوجه دي لاسلیک کړی دی.

په مشرانو جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحیم حسنیار د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل: ((له خلکو سره دې واقعیتونه شریک شي، ناټو او امریکا دې ځواب ورکولو ته حاضر شي او پر ژمنو یې دې عمل وکړي، پرته له دې که له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان په ګټه نه وي او زموږ د ملي ګټو سره په ټکر کې وي له دوی سره پر امنیتي تړون باید له سره غور وشي.))

په دې جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي جمعه الدین ګیانوال د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې او په افغانستان کې د امریکا شتون ته په اشاره وویل: ((۱۷ کاله کېږي چې امریکا له تروریزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلې، خو په دې کار کې پاتې راغلې، د تروریزم د راټولېدو او سمبالېدو ځای معلوم دی خو هېڅکله یې پر وړاندې کوم کار نه دی ترسره شوی.))

هغه د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون ته په اشاره وویل، افغانان داسې امنیتی تړون ته اړتیا لري چې په هېواد کې د سولې او ارامۍ لامل شي ، نه داسې امنیتي تړون ته چې په دې هېواد کې د جګړې او ناامنۍ د زیاتېدو سبب وګرځي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د امریکا او نظام مخالف نه یو خو په تېرو څو کلونو کې روښانه شوه چې امنیتي تړون زموږ په ګټه نه دی او حکومت باید له امریکا سره د امنیتي تړون د پرېکړې لپاره لویه جرګه راوغواړي او د یاد تړون په اړه دې یوازې په دې جرګه کې بحث وشي، حکومت باید ډاډه شي چې لویه جرګه د نظام د بدلون او کومې بلې موخې لپاره نه ده جوړه شوې.))

د جرګې بل غړی زلمی زابلی هم له امریکا سره امنیتي تړون ته د رایې ورکولو لپاره د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي او وايي: ((دغه امنیتي تړون د امریکا په ګټه او د افغانانو په زیان دی، امریکا باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او له دې پرته باید ملت د یوې جرګې له لارې په دې اړه تصمیم ونیسي.))

د یادې جرګې بل غړي محمد حنیف حنفي هم وویل: ((که له امریکا سره امنیتي تړون زموږ ملي ګټې ساتي ښه ده که نه باید لغوه او یا ورته بیا کتنه وشي، موږ هغه تړون ته اړتیا نه لرو چې د جګړې د زیاتېدو او د سیمې له هېوادونو سره زموږ د تقابل لامل کېږي.))

په دغه جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي نادر بلوچ وویل چې د ملي یووالي د حکومت په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۶۰ زره کسان وژل شوي، اداري فساد ډېر شوی او قومي اختلافونه زيات شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((حکومت د خلکو په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړی، مشرانو جرګه باید په مستقیم ډول په کابل کې د امریکا له سفیر سره خبرې پیل کړي، تر څو نور افغانان قرباني نه شي.))

د دغې جرګې یو شمېر نورو غړو هم په هېواد کې د ناامنۍ په زیاتېدو له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.