ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو قاچاق په تور ۱۶ کسان پر بند محکوم شول

د نشه يي توکو قاچاق په تور ۱۶ کسان پر بند محکوم شول

author avatar
11 Sep 2018 - 17:22
د نشه يي توکو قاچاق په تور ۱۶ کسان پر بند محکوم شول
author avatar
11 Sep 2018 - 17:22

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۷): له مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا شپاړس کسان د لس ټُنه نشه يي توکو د قاچاق په تور له پنځو تر۲۰ کلونو پر بند محکوم شول.

د ياد مرکز مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبرى اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د څه باندې ۱۲۹۵ کيلوګرامه بېلابېلو نشه يي توکو د قاچاق په تړاو چې د هېواد په بېلابېل سيمو کې نيول شوي وو، محکمه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "له مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزي پوليسو او نورو کشفي او امنيتي ارګانونو د مسکراتو او نشه يي توکو د قاچاق د ۲۶ قضيو په تړاو د څلورو مېرمنو په ګډون ۳۴ تنه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې نيولي او دوسيې ياد مرکز ته استول شوې دي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو کسانو کې درې هغه کسان هم شامل دي چې غوښتل يې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګره هندوستان هېواد ته نشه يي توکي قاچاق کړي.

سرچينه ليکي، دغه کسان په کابل، هلمند، باميان، لوګر، بدخشان، کندوز، لغمان، تخار، ننګرهار، بلخ، هرات او پروان ولايتونو کې له نشه يي توکو سره نيول شوي دي.

همدا راز په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد کسانو څه باندې ۱۵۴ کيلوګرامه هيرويين، ۶۰۰ ګرامه مورفين، څه باندې ۲۱۷ کيلوګرامه ترياک، ۸۳۶ کيلوګرامه چرس، څه باندې څلور کيلوګرامه ښيښه، ۳۵۰ لېتره الکولي مشروبات، ۱۳۹۰۰۰ افغاني، ۵۰۰ امريکايي ډالر، ۳۰۰۰۰ پاکستاني کلدارې، ۱۰۰۰۰ هندۍ کلدارې، ۶۷ موبايلونه او ۱۵ ډوله موټر کشف او ضبط شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.