نیلي (پژواک، ٢٠ وږی ٩٧): د دایکنډي پولیس وايي چې په دغه ولایت کې د تېرو پنځو میاشتو په جریان کې ۲۵۷ جنايي جرمونه ترسره شوي چې له یادو پېښو سره د تړاو په تور۶۲۵ کسان نیول شوي دي.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدېر محمد مجاهد پژواک ته وویل، دغه پېښې د دایکنډي ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((پولیسو د دې قضیو سره د تړاو په تور ۶۲۵ شکمن کسان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.))
د هغه په خبره، د ټولو ۲۵۷ قضیو له ډلې زیاتره یې د ټپي کېدو جرمي پېښې دي.
مجاهد وویل، د تېرې اوونۍ په جریان کې په دایکنډي ولایت کې د جنايي جرمونو پنځه پېښې ثبت شوې او له دې پېښو سره د تړاو په تور ۴ کسان نیول شوي دي.
مجاهد زیاته کړه، بېکاري، په نشه يي موادو روږدي کېدل، اختلافات او حقوقي دعوې د یادو پېښو لاملونه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن