ګردېز (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): چارواکي وايي، په پکتيا ولايت کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د پاکستانيانو په ګډون ٣٥ وسله وال طالبان او بلخوا په فراه کې پر يوه پوسته بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.
د تندر قول اردو درستیزوال روح الله خلیل اوغلي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې په ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې د تندر دوه په نوم عمليات پيل کړي دي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د پاکستانيانو په ګډون ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي او تر پنځوسو ډېر ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د اتو تنو ترهګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو چې نن سهار د ۲۰۳ تندر قول اردو قرارګاه ته راوړل شول.))
نوموړي وویل چې افغان ځواکونه د هر ډول داخلي او خارجي وسله والو مخالفينو د له منځه وړو وړتیا لري چې ښه بېلګه یې دغه عمليات دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټرپاڼه کې ليکلي چې پرون طالبان د ګردېز- زرمت پر لويه لار د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو بل لور ته د پکتيا چارواکي بيا وايي چې د ګردېز- زرمت لويې لارې د امنيت خوندي کولو په موخه يې نوې پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د فراه د مرکز اړوند په "سرپل ريګي" سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ.
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پوسته د لږ وخت لپاره طالبانو ونيوه، خو بيرته د دولتي ځواکونو لاسته ورغله.
هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن