ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د اروزګان- کندهار پر لویه لار عملياتو کې ٤٠ طالبان وژل شوي

چارواکي: د اروزګان- کندهار پر لویه لار عملياتو کې ٤٠ طالبان وژل شوي

author avatar
11 Sep 2018 - 16:36
چارواکي: د اروزګان- کندهار پر لویه لار عملياتو کې ٤٠ طالبان وژل شوي
author avatar
11 Sep 2018 - 16:36

ترينکوټ (پژواک، ۲۰ وږی ۹۷): چارواکي وايي چې د اروزګان- کندهار ولايتونو پر لويه لاره د عملياتو پر مهال تر ٤٠ پورې وسله وال طالبان وژل شوي چې په کې بهرني هغه هم شامل دي.

د اروزګان د امنيط قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه تر سلو زيات طالب وسله والو د يادې لارې پر درېيو امنيتي بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې دوى د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او د بهرنيو ځواکونو پرې هوايي بريدونه هم وشول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې تر ٤٠ پورې وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د امنيت امر وايي، د وژل شوو طالبانو اته جسدونه پوليسو ته په لاس ورغلي او د هغوی په ډله کې د پاکستان وګړي هم شامل دي.

عمري وويل چې تېره شپه هم د ترینکوټ په تالاني سیمه کې د توپچي برید پر مهال اووه طالبان وژل شوي چې له دې سره د ټولو وژل شوو طالبانو شمېر ۴۷ ته رسېږي.

د اروزګان د لويو لارو  د کنډک قوماندان دويم څارن غلام دستګیر الماس وايي، طالبان غواړي یو ځل بيا د يادې لویې لارې امن سیمې نا امنه او پر دغه ولایت بریدونه ترسره کړي.

هغه پژواک ته وويل چې دوی تل پر دغې لاره طالبانو ته ماتې ورکړې او هغوی يې شا تګ ته اړ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.