کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۷): د ولسمشر وياند د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د تعريف نشتوالی او د ترهګرو پر پټنځايونو د تمرکز نشتوالی د دې مبارزې په بهير کې شته تېروتنې يادې کړې، خو وايي چې اوس رفع شوې دي.
د راپورونو له مخې، القاعدې د ٢٠٠١ کال د سپټمبر په يوولسمه د مسافر وړونکو دوه الوتکې د امريکا په نيويارک ښار کې له نړيوال سوداګريز مرکز سره وجنګولې، چې په پايله کې يې له درې زرو څخه ډېر کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.
په ورته وخت کې، دغه ډول يو بل بريد پر پنټاګون (د امريکا د دفاع وزارت پر ودانۍ) هم ترسره شو.
د سپټمبر د يوولسمې تر پېښې وروسته د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش د تروريزم پر وړاندې جګړه پيل کړه او د القاعدې مشر اسامه بن لادن يې، چې په افغانستان کې يې د طالبانو حکومت ملاتړ له ځان سره درلود، د دې پېښې اصلي لامل وباله او له هغه وروسته يې پر افغانستان بريد وکړ او په پايله کې يې د طالبانو رژيم رانسکور کړ.
د ولسمشر محمد اشرف غني وياند هارون چخانسوري رسنيو ته په استولي ويډيويي کلپ کې ويلي چې اوولس کاله وړاندې، کله چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پيل شوه، دغه مبارزه د يوې ځانګړې شبکې پر وړاندې وه، خو دا مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ماهيت او نوعيت بدل شوی دی.
دی وايي: "اوس له افغانستان بهر ډېرې نورې شبکې رامنځته شوي او د دې ايجاب کوي چې د سيمې او نړۍ هېوادونه په يوه همغږي منځمهالي او اوږدمهالي ليدلوري د دې پديدې پر وړاندې رښتينې مبارزه وکړي."
هغه زياتوي، په تېرو ۱۷ کلونو کې چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې دوام درلود، ځينې تېروتنې او اشتباهات موجود وو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې ځانګړي تعريف نشتوالي او د دې لپاره چې ترهګري له منځه تللې وای، بايد د ترهګرو پر پټنځايونو تمرکز شوی وای.
چخانسوري وايي: "خو اوس د امريکا د سوېلي اسيا د تګلارې له مخې دغه تمرکز رامنځته شوی او د دې هيله مندي شته چې د سيمې او نړۍ هېوادونه په پوره همغږۍ د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته په صادقانه ډول دوام ورکړي، تر څو دغه ناوړې پديده له منځه لاړه شي."
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا تر رهبرۍ لاندې ناټو ځواکونه شاوخوا لس کاله د اسامه بن لادن په لټه کې وو، خو په پايله کې نوموړى د ١٣٩٠ کال په غويي مياشت کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او امريکا د هغه وژل کېدل، القاعده شبکې ته يو لوى ګوزار وباله.
د ويلو ده چې له هغه مهال تر اوسه د دې تر څنګ چې په افغانستان کې زرګونه ملکي وګړي او د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، د تېرو ۱۷ کلونو په ترڅ کې زرګونه بهرني سرتېري هم په هېواد کې وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن