کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): چارواکي او ځینې سرچینې وايي چې د غزني ولایت د لومړنۍ محکمې د جزا دېوان رییس او د پوليسو يو افسر په کابل ښار کې وژل شوي دي، بلخوا بیا پر دغه ښار درې توغندي هم توغول شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.
د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ولسي شورا مرستيال حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيد اباد ولسوالۍ د ښادي خېلو کلي اوسېدونکى او د غزني ولايت د لومړنۍ محکمې د جزا دېوان رييس قاضي فضل کريم حنفي تېر مازديګر د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د خپل کور مخې ته پر ډزو وژلى دى.
د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي هم د قاضي حنفي وژل تاييدوي او وايي چې په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د قاضي فضل کريم د وژلو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
دغه راز ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ناپېژاندو وسله والو موټرسايکل سپرو د کابل ښار د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې د پوليسو د تربيوي مرکز يو افسر پر ډزو وواژه.
بلخوا تېره شپه پر کابل ښار درې توغندي توغول شوي دي.
ستانکزي په دې اړه وويل چې له دغو توغنديو يو د دوولسمې حوزې او دوه د شپاړسمې حوزې اړوند شاړو ځمکو کې لګېدلي او چا ته يې زيان نه دى اړولى.
دى وايي چې دغه توغندي له نامعلوم لوري توغول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن