د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا: هاګ محکمه دې زموږ د سرتېرو د سرغړونو له څېړنو ډډه وکړي

امريکا: هاګ محکمه دې زموږ د سرتېرو د سرغړونو له څېړنو ډډه وکړي

Sep 11, 2018 - 17:55

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): د امريکا د ملي امنيت سلاکار د هاګ نړيوالې محکمې ته ګواښ کړى چې په افغانستان کې يې د سرتېرو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له څېړنو دې ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د يادې محکمې څارنوالانو څه موده مخکې اعلان کړى و چې په افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن د امريکايي سرتېرو په اړه څېړنې کوي.

د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې، د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن چې پرون يې يوې غونډې ته وينا کوله، ګواښ وکړ چې که د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو په اړه څېړنې وکړې، نو دوى به له يادې ادارې سره مالي مرستې بندې کړي.

هغه زياته کړه چې دغه محکمه د امريکا، اسرائيلو او د دوى د متحدينو لپاره ستر ګواښ دى.

جان بولټن د يادې محکمې له لوري د امريکايي سرتېرو په اړه څېړنې غير قانوني وګڼلې.

نوموړي ويلي، که چېرې يادې محکمې د امريکا او متحدينو پر ضد يې کوم اقدامات وکړل، نو دوى به هم غلي پاتې نه شي.

د ده په وينا، که چېرې ياده محکمه د امريکايانو پرضدکوم اقدام وکړي، نو دوى به پرې اقتصادي بنديزونه ولګوي، قاضيان به يې ونيسي او دوسيې به ورته جوړې کړي.

د يادې محکمې يوې څارنوالې څو مياشتې مخکې ويلي و چې دوى په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو له خوا له بنديانو سره د ناوړه چلند او نورو جرمونو په اړه څېړنې کوي.

خو دامريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي چې د افغانستان  حکومت يا بل کوم هېواد په دې اړه تر اوسه کوم شکايت نه دى کړى.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement