ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو ګډو عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شوي

بغلان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو ګډو عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شوي

author avatar
11 Sep 2018 - 15:05
بغلان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو ګډو عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شوي
author avatar
11 Sep 2018 - 15:05

پلخمري (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې د افغان او امريکايي ځواکونو په عملياتو کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا د مطبوعاتي څانګې مرستیال غلام محمد بلخي د وږي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان او امريکايي ځواکونو له تېرې ورځې راهيسې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په منګلو، خدای دادخېلو، لرخابي، علاوالدین اوخلازیو کلیو کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې يو شمېر سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې چې په ترڅ کې یې ٣٠ طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

د بلخي په وينا، په دې عملياتو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د منګلو سیمې اوسېدونکي ګل رحمن هم پژواک ته وویل چې پر کلي یې بهرنیو ځواکونو بمبار کړی چې له امله یې یو عام وګړى ټپي شوی دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کس غوښتل چې د ملي اردو له سقوط شوې پوستې غلا وکړي چې د بهرنيو ځواکونو تر بريد لاندى راغلى دى.

بل لور ته وسله وال طالبان هم د مرکزي بغلان جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو هېڅ ډول پرمختګ نه دى کړى.

دى وايي چې په دې سيمه کې د حکومتي ځواکونو تحرکات ناکام شوي او دغه ډول څرګندونې يواځې تبليغات دي.

د يادونې ده، طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د مرکزي بغلان ولسوالۍ  پر څو مهمو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه پيل وکړل چې جګړه يې تر اوسه ادامه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.