د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه

Sep 11, 2018 - 18:36

کابل (پژواک،۲۰وږی ۹۷): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ،امریکاپه افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ناکامه وبلله او له دې هېواد سره یې پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون په کابل کې د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د یاد امنیتي تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي و چې دغه تړون یې د افغانستان د سولې او ارامۍ او دغه راز د هغو ګواښونو په مقابل کې د دفاع لپاره چې د تروریستي شبکو له لوري افغانستان او نړۍ ته متوجه دي لاسلیک کړی دی.

په مشرانو جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحیم حسنیار د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل: ((له خلکو سره دې واقعیتونه شریک شي، ناټو او امریکا دې ځواب ورکولو ته حاضر شي او پر ژمنو یې دې عمل وکړي، پرته له دې که له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان په ګټه نه وي او زموږ د ملي ګټو سره په ټکر کې وي له دوی سره پر امنیتي تړون باید له سره غور وشي.))

په دې جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي جمعه الدین ګیانوال د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې او په افغانستان کې د امریکا شتون ته په اشاره وویل: ((۱۷ کاله کېږي چې امریکا له تروریزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلې، خو په دې کار کې پاتې راغلې، د تروریزم د راټولېدو او سمبالېدو ځای معلوم دی خو هېڅکله یې پر وړاندې کوم کار نه دی ترسره شوی.))

هغه د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون ته په اشاره وویل، افغانان داسې امنیتی تړون ته اړتیا لري چې په هېواد کې د سولې او ارامۍ لامل شي ، نه داسې امنیتي تړون ته چې په دې هېواد کې د جګړې او ناامنۍ د زیاتېدو سبب وګرځي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د امریکا او نظام مخالف نه یو خو په تېرو څو کلونو کې روښانه شوه چې امنیتي تړون زموږ په ګټه نه دی او حکومت باید له امریکا سره د امنیتي تړون د پرېکړې لپاره لویه جرګه راوغواړي او د یاد تړون په اړه دې یوازې په دې جرګه کې بحث وشي، حکومت باید ډاډه شي چې لویه جرګه د نظام د بدلون او کومې بلې موخې لپاره نه ده جوړه شوې.))

د جرګې بل غړی زلمی زابلی هم له امریکا سره امنیتي تړون ته د رایې ورکولو لپاره د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي او وايي: ((دغه امنیتي تړون د امریکا په ګټه او د افغانانو په زیان دی، امریکا باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او له دې پرته باید ملت د یوې جرګې له لارې په دې اړه تصمیم ونیسي.))

د یادې جرګې بل غړي محمد حنیف حنفي هم وویل: ((که له امریکا سره امنیتي تړون زموږ ملي ګټې ساتي ښه ده که نه باید لغوه او یا ورته بیا کتنه وشي، موږ هغه تړون ته اړتیا نه لرو چې د جګړې د زیاتېدو او د سیمې له هېوادونو سره زموږ د تقابل لامل کېږي.))

په دغه جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي نادر بلوچ وویل چې د ملي یووالي د حکومت په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۶۰ زره کسان وژل شوي، اداري فساد ډېر شوی او قومي اختلافونه زيات شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((حکومت د خلکو په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړی، مشرانو جرګه باید په مستقیم ډول په کابل کې د امریکا له سفیر سره خبرې پیل کړي، تر څو نور افغانان قرباني نه شي.))

د دغې جرګې یو شمېر نورو غړو هم په هېواد کې د ناامنۍ په زیاتېدو له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

خو د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د امنیت موضوع جدي وګڼله او ویې ويل: ((سبا د رییسانو په کمېټه کې د امنیتي چارواکو د استجواب او له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې په اړه به له بحث وروسته په دې اړه تصمیم ونیول شي.))

هغه په د لویې جرګې او موقت حکومت جوړولو په اړه د ځینو وکیلانو څرګندونې شخصي وبللې او زیاته یې کړه، چې اوسني حکومت او نظام کلک ملاتړی دی.

نوموړي وویل، چې دا حکومت باید خپل وخت پوره کړي او د راتلونکو ټاکنو له لارې دې نوی حکومت رامنځته او واک ورته په سوله ییزه توګه ولیږدول شي.

مسلمیار وایي، چې د همدې نظام له برکته د هیواد پیاوړی امنیتي ځواک جوړ شوی، حکومت ارګانونه فعاله شوي او میلیونونه ماشومان ښوونځیو او سلګونه زره محصلین پوهنتونونو ته ته ځي.

هغه د موقت حکومت جوړول بې ځایه یاد کړاو په ډاګه یې کړه، چې داوسني نظام بدیل نشته.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement