ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ځانمرګي بريد کې ٣٢ کسان وژل شوي او ١٢٨ ټپيان دي

د ننګرهار ځانمرګي بريد کې ٣٢ کسان وژل شوي او ١٢٨ ټپيان دي

author avatar
11 Sep 2018 - 14:49
د ننګرهار ځانمرګي بريد کې ٣٢ کسان وژل شوي او ١٢٨ ټپيان دي
author avatar
11 Sep 2018 - 14:49

جلال اباد (پژواک، ۲۰ وږی ۹۷): د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د شينوارو لاريون کوونکو په منځ کې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې تر اوسه روغتونونو ته ٣٢ وژل شوي او ١٢٨ ټپيان انتقال شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګی بريد نن د وږي په ۲۰مه غرمه شاوخوا يوه بجه د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ډکې په سيمه کې د جلال اباد – تورخم لويې لارې پر سر شوی دی.

هغه وايي، د دې پېښې د وژل شويو کسانو جسدونه او ټپيان د جلال اباد حوزوي روغتون، فاطمة الزهرا روغتون او د غني خېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته وویل، چې د پېښې له ځايه تر اوسه روغتونونو ته ٣٢ جسدونه او ١٢٨ ټپيان لېږدول شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواری وايي چې په ياد ځانمرګي بريد کې شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي او له سلو زيات ټپيان دي.

نوموړی په دغه برخه کې ولايتي اداره او امنيه قومانداني په بې غورۍ تورنوي او وايي، د مظاهره کوونکو امنيت ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د پېښې يوه عيني شاهد چقندر شينواري د جلال اباد حوزوي روغتون کې پژواک ته وويل، نږدې يوه بجه مظاهره خلاصه شوه او د اعتراض خېمه ووهل شوه، چې ګڼ شمېر کسان ترې لاندې راټول شول.

دی وايي، په همدغه وخت کې يو تور ټوډي موټر په سړک ودرېد، ځانمرګی ترې راکښته شو او د خلکو منځ کې يې ځانته چاودنه ورکړه.

د پېښې يو بل عيني شاهد بختي جان وايي، تر دوو سوو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات ورسره نه و چې څومره کسان مړه او څومره ټپيان دي.

د دغه بريد مسوليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دى منلى .

د ملا رسول ډلې طالبانو بيا دغه بريد غندلى او مخالفت يې ورسره څرګند کړى دى.

د دې ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې داسې او دې ورته بريدونه چې عام انسانان په کې وژل کېږي، د اسلام له مقدس دين سره په ټکر کې دي او دوى به د داسې کړنو مخنيوى وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.