ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د څارويو د څرمنو بازار سوړ شوى

مزار کې د څارويو د څرمنو بازار سوړ شوى

author avatar
11 Sep 2018 - 16:45
مزار کې د څارويو د څرمنو بازار سوړ شوى
author avatar
11 Sep 2018 - 16:45

مزارشريف (پژواک، ۲۰ وږی ۹۷): مزارشريف کې د څارويو د څرمنو کاروباريان وايي چې سږ کال د دغه حيواني محصول بازار سوړ دی او د تېرو کلونو په پرتله يې پېر او پلور هم ډېر کمرنګ شوی دی.

د څرمنو دغه کاروباريان له حکومته غوښتنه کوي چې بهرنيو هېوادونو ته د څارويو د څرمنو د صادراتو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

دوی همدا راز کور دننه د څرمنو د پروسس او له هغو د استفادې په موخه د شرکتونو او فابريکو جوړېدو غوښتنه لري.

په ورته وخت کې د بلخ د سوداګرۍ خونه وايي چې په نړيواله کچه د څارويو د څرمنو کاروبار سوړ شوی، چې اغېزه يې د افغانستان پر بازارونو هم لوېدلې ده.

محمد حسين د مزارشريف ښار په منډوي سيمه کې د څرمنو د خرڅلاو کاروبار لري.

نوموړي پژواک ته وويل، درې کاله کېږي د څرمنو بازار خراب شوی خو زياتوي چې سږ کال يې بېخي څوک بيه کوي هم نه.

حسين زياته کړه: ((کومه څرمنه به چې تېر کال په ۱۸۰ افغانۍ پلورل کېده، سږ کال يې څوک په لس افغانۍ هم نه بيه کوي.))

نوموړی زياتوي چې په ټوله کې د څرمنو پېرلو بهرني سوداګر زړه نا زړه شوي، نو ځکه يې بيه رالوېدلې ده.

هغه وايي چې واړه کاريګر لري او هغوی ورته د پيسو په مقابل کې څرمنې راټولوي او کله چې يې شمېر ۸ زره يا ۱۰زره څرمنو ته ورسېږي، بيا يې پاکستان ته انتقالوي.

د څرمنو دغه کاروباري زياتوي چې په دې پروسه يې په مياشتو مياشتو پيسې بندې وي او ځيني وخت خو لا د ګټې پر ځای تاوان په کې کوي.

هغه وويل: ((له وړوکي اختر نه مخکې زموږ ځيني ملګرو حتی خپلې ځمکې خرڅې کړې او په پيسو يې څرمنې واخيستې؛ ځکه ارزانه وې او دوی ګومان کاوه چې بېرته به قيمته شي؛ خو له بده بخته چې هم د خلکو نوره دارايي لاړه او هم اوس څرمنې بازار نه لري او بېرته خپل لګښت نه شي پوره کولای.))

نوموړی له حکومت او سوداګرو غوښتنه کوي چې له افغانستانه اروپا ته د څارويو د څرمنو د لېږد زمينه برابره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.