د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې چاودنو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې چاودنو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Sep 11, 2018 - 11:37

جلال اباد (پژواک،  ۲۰ وږی ۹۷): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې د درېيو پرله پسې چاودنو له امله يو ماشوم وژل شوی او د ماشومانو په ګډون پنځه کسان نور ټپيان شوي دي.

چاودنې نن (د وږي ۲۰مه) سهار شاوخوا اته بجې د نجونو د دوو او د هلکانو د يوې لېسې تر څنګ شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنې نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه او شپږمه ناحيو او بهسودو ولسوالۍ کې شوې دي.

نوموړي که څه هم د پېښو دقيق ځايونه نه دي ښودلي، خو وايي، چاودنو څلور کسان ټپيان کړي او يو ۱۴ کلن هلک يې وژلی دی.

دی وايي چې وژل شوی او ټپيان په کوم ښوونځي او يا هم کومې حکومتي ادارې پورې اړه نه لري.

بلخوا يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د بي بي حوا او د بهسودو ولسوالۍ د ملکې حميرا لېسو تر څنګ چاودنې شوې او د شپږمې ناحيې اړوند د نجم الجهاد لېسې تر څنګ ماين کشف او شنډ شوی دی.

خو د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک ته وويل چې چاودنې د مرکز اړوند د بي بي حوا او بهسودو اړوند د ملکه حميرا لېسو سره شوې دي.

هغه وايي، په چاودنو کې دوه ملازمين برسېرن ټپيان شوي او ښوونځيو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته ويلي چې د بهسودو او ښار له پېښو ورته پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې د ملکه حميرا له لېسې سره چاودنې څلور کسان ټپيان کړي او يو ماشوم يې وژلی دی.

دی وايي: ((دوه ماشومان چې تازه يې ښوونځي کې شاملول، ټپيان شوي، يو ماشوم وژل شوی، يو د خښتو بټۍ ټيکه دار او د لېسې يو تحويلدار ټپيان شوي دي.))

که څه هم د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دي منلى، خو څو مياشتې وړاندې داعش ډلې پر ښوونځيو د بريدونو ګواښ کړی و.

تر دې وړاندې هم د دغه ولايت د پوهنې پر رياست او ښاري مديريت ډله ييز بريدونه شوي وو او بېلابېلو ولسواليو کې يو شمېر ښوونځي هم سوځول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د نوي ښوونیز کال په پيل سره د دغه ولايت والي حيات الله حيات ډاډ ورکړی و چې د ښوونځیو پر وړاندې هېڅ ګواښ موجود نه دی او خلک يې ښوونځيو ته د خپلو اولادونو لېږلو ته وهڅول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement