سرپل (پژواک،٢٠ وږی ٩٧): د دولت ملاتړو سلګونه وسله والو په سرپل کې جوړې شوې ناستې ته وویل، د دولتي ځواکونو تر څنګ له وسله والو مخالفینو سره جګړه کوو او نه پرېږدو چې سرپل ولایت د د وسله والو مخالفانو لخوا سقوط وکړي.
دوی چې نن د سرپل په مرکز ګذرشاهان جومات کې راغونډ شوي وو او له حکومته وغوښتل چې د سرپل د امنیت ساتلو په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي او له خلکو سره په ګډه د وسله وال طالبان وځپي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره دوشنبې د سرپل په مرکز پر امنیتي پوسیتو له دریو لوریو بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې د وسله والو په دې برید کې د بلغلي په سیمه کې اتو امنیتي پوستو سقوط کړی دی.
د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني نننۍ غونډې ته وویل، سیمه ییز حکومت په ټول توان له وسله والو سره جګړه کړې خو مرکزي ادارې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د خرابېدو په برخه کې ملامت دی.
د هغه په خبره، د غونډې زیاتره ګډونوال سیمه ییز پولیس دي او په خپل شخصي لګښت یې وسلې اخیستې چې له یاد ولایت څخه پرې دفاع وکړي.
سیمه ييز پاڅون کوونکي د سیمې وسله وال اوسېدنکي دي چې له حکومت څخه په ملاتړ د دولت له وسله والو مخالفینو سره جګړه کوي.
رحماني له خلکو وغوښتل چې د سرپل ولایت د دفاع لپاره دې د وسله والو مخالفینو په مقابل کې ودرېږي.
په همدې حال کې د پاڅون کوونکو قوماندان حاجي غلام مهدوي په یاده غونډه کې د سرپل اوسېدونکو ته په اشاره وویل، سیمه ییزو پاڅونونو له دې ولایت څخه دفاع کړې او وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې سرپل ولایت ونیسي.
د سرپل ولایت د ملي امنیت رییس عثمان خان غونډې ته وویل، سیمه ییز حکومت تل د دغه ولایت د امنیتي خوندیتوب لپاره هڅې کړې خو په دې ولایت کې امنیتي تشکیل په هغه وخت پورې اړه لري چې سرپل د هېڅ ډول امنیتي پېښو شاهد نه و.
د نوموړي په خبره، په سرپل ولایت کې شته امنیتي ځواکونه کولای شي یوازې د مرکز د امنیت ساتنه وکړي او دا ستونزمنه ده چې ټول ولایت تر خپل پوښښ لاندې راولي.
د ملي امنیت رییس دغه راز وویل، د ځانګړې قطعې او کومانډو مرستندوی ځواکونه سرپل ولایت ته رسېدلي او له دې ځواکونو څخه په ګټه اخیستو به په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن