د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تېرو پنځو میاشتو کې په دایکنډي کې د ځینو پېښو په تور ۶۲۵ کسان نیول شوي

په تېرو پنځو میاشتو کې په دایکنډي کې د ځینو پېښو په تور ۶۲۵ کسان نیول شوي

Sep 11, 2018 - 14:14

نیلي (پژواک، ٢٠ وږی ٩٧): د دایکنډي پولیس وايي چې په دغه ولایت کې د تېرو پنځو میاشتو په جریان کې ۲۵۷ جنايي جرمونه ترسره شوي چې له یادو پېښو سره د تړاو په تور۶۲۵ کسان نیول شوي دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدېر محمد مجاهد پژواک ته وویل، دغه پېښې د دایکنډي ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((پولیسو د دې قضیو سره د تړاو په تور ۶۲۵ شکمن کسان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.))

د هغه په خبره، د ټولو ۲۵۷ قضیو له ډلې زیاتره یې د ټپي کېدو جرمي پېښې دي.

مجاهد وویل، د تېرې اوونۍ په جریان کې په دایکنډي ولایت کې د جنايي جرمونو پنځه پېښې ثبت  شوې او له دې پېښو سره د تړاو په تور ۴ کسان نیول شوي دي.

مجاهد زیاته کړه، بېکاري، په نشه يي موادو روږدي کېدل، اختلافات او حقوقي دعوې د یادو پېښو لاملونه دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement