د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې د پاکستانیانو په ګډون ۳۵ طالبان وژل شوي

پکتیا کې د پاکستانیانو په ګډون ۳۵ طالبان وژل شوي

Sep 11, 2018 - 12:11

ګردېز (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): چارواکي وايي، په پکتيا ولايت کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د پاکستانيانو په ګډون ٣٥ وسله وال طالبان او بلخوا په فراه کې پر يوه پوسته بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د تندر قول اردو درستیزوال روح الله خلیل اوغلي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې په ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې د تندر دوه په نوم عمليات پيل کړي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د پاکستانيانو په ګډون ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي او تر پنځوسو ډېر ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د اتو تنو ترهګرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو چې نن سهار د ۲۰۳ تندر قول اردو قرارګاه ته راوړل شول.))

نوموړي وویل چې افغان ځواکونه د هر ډول داخلي او خارجي وسله والو مخالفينو د له منځه وړو وړتیا لري چې ښه بېلګه یې دغه عمليات دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټرپاڼه کې ليکلي چې پرون طالبان د ګردېز- زرمت پر لويه لار د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو بل لور ته د پکتيا چارواکي بيا وايي چې د ګردېز- زرمت لويې لارې د امنيت خوندي کولو په موخه يې نوې پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.

د يو بل خبر له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د فراه د مرکز اړوند په "سرپل ريګي" سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ. 

د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پوسته د لږ وخت لپاره طالبانو ونيوه، خو بيرته د دولتي ځواکونو لاسته ورغله.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي. 

خو طالبان وايي چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او يو بل طالبانو نيولى دى.

 دوه شپې مخکې هم طالبانو پر دغه پوسته بريد کړى و. د راپورونو له مخې، هغه مهال په دې پوسته کې شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement